ترکيه د روسي پيلوټ جسد مسکو ته سپاري

د انځور حقوق AP
Image caption د ويشتل شوې الوتکې بل پيلوټ د سوريې په خاوره کې د ځانګړو عملياتو په پايله کې ژوندی ژغورل شوی

ترکيه وايي د سوريې پر پوله د دوی له لوري د ويشتل شوې روسۍ الوتکې د وژل شوي پيلوټ جسد يې ترلاسه کړی دی.

د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو ويلي د دغه پيلوټ جسد به روسيې ته وسپاري.

د ترکيې پوځ وايي دغه الوتکه يې وروسته له هغې وويشته چې د ترکيې له هوايي حريم نه يې سرغړونه وکړه، خو روسيه دا نه مني.

دغې پېښې د ترکيې او روسيې اړيکي خورا ترينګلي کړل او روسيې پر ترکيې اقتصادي بنديزونه ولګول.

د ويشتل شوې الوتکې بل پيلوټ د سوريې په خاوره کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمه کې د ځانګړو عملياتو په پايله کې ژوندی ژغورل شوی دی.

په هغه فرمان کې چې ولسمشر ولادمير پوتين د يکشنبې پر ورځ لاسليک کړ د ترکيې واردات، په روسيه کې د ترکي کمپنيو کار او هغه روسي کارکوونکي تر پوښښ لاندې نيسي چې په ترکي کمپنيو کې کار کوي.

فرمان دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځانګړو پروازونو د لغوه کولو غوښتنه هم کړې ده.

د جمعې پر ورځ ده مسکو تورن کړ چې د سوريې په عملياتو کې په ښکېلېدو سره (له اور سره لوبې) کوي، خو د يکشنبې پر ورځ يې وويل د الوتکې په ويشتل کېدو خواشينی دی.

ولسمشر ایردوان له روسيې د بښنې غوښتلو ډډه کړې ده.

ورته مطالب