د اقلیم د بدلون په تړاو سرمشریزه او د سلګونو زرو کسانو لاریون

د انځور حقوق AP
Image caption د پاریس رپوبلیک میدان

د اقلیمي بدلون په اړه د یوې نوې نړیوالې هوکړې په موخه په پاریس کې خبرې اترې په رسمي توګه پیل شوې دي. ټاکل شوې، چې نن نړیوال مشران د ملګرو ملتونو لخوا جوړې شوې دې غونډې ته ویناوې وکړي.

د فرانسې لومړي وزیر لاورېنت فابیوس ویلي، دی باوري دی، چې مرکچیان به یوې ښې هوکړې ته ورسي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې دی دې غونډې ته هیله من دی، خو له امریکا نه په پټه خپاره شوي یوه سند کې ښکاري چې دغه هېواد به داسې کومې هوکړې ته غاړه کېنږدي چې له قانوني پلوه یې عملي کول پرې لازمي کېږي.

د بي بي سي یو خبریال وايي، امریکا په دې هم نړیواله غوسه راپارولې، چې په وینا یې بډای هېوادونه باید د چاپېریال ککړوونکو ګازونو د خپراوي له امله د بېوزلو هېوادونو پرتله زیات مسولیت وانخلي.

د هند په څېر ځینې هېوادونه پر دې کار سخته نیوکه کوي او امریکا له خپلو مسولیتونو نه په سرغړاوي تورنوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په یادې شوې غونډې کې د ګډون لپاره پاریس ته رسېدلی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پاریس کې هم پولیس له لاریونیانو سره لاس او ګرېوان شوي، ځکه چې پولیسو د خلکو پر راغونډېدو بندیز لګولی و، همدا وو چې پر هغوی یې اوښلن غاز وکاراوه او نژدې سل کسان یې ونیول.
د انځور حقوق Reuters

پرهمدې مهال، د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې سلګونو زرو کسانو د اقلیمي بدلون لپاره د لا ډېرو چټکو ګامونو اخیستو په پلوۍ لاریونونه کړي دي.

تر ټولو لوی لاریون لندن او ریو د ژینیرو کې وو، اټکل دی چې په نیویارک او مکسیکو سیټي کې هم ورته لاریونونه وشي.

پاریس کې هم پولیس له لاریونیانو سره لاس او ګرېوان شوي، ځکه چې پولیسو د خلکو پر راغونډېدو بندیز لګولی و، همدا وو چې پر هغوی یې اوښلن غاز وکاراوه او نژدې سل کسان یې ونیول.

پاریس کې پر راغونډېدو بندیز د (اسلامي دولت) له خوا له هغه خونړي برید ایله دوه اونۍ وروسته وضع شو، چې لږترلږه ۱۳۰ کسان پکې ووژل شول.

د انځور حقوق EPA

د پاریس ناسته کې د نړۍ ۱۴۷ مشران برخه لري، چې یوولس ورځې به دوام کوي.