بریتانیا کې پر دیني مدرسو مقررات وضع کېږي

د انځور حقوق THINKSTOCK

د بریتانیا دولت پلان لري چې وروسته له دې په دغه هېواد کې پر اسلامي مدرسو مُقررات وضع کړي او وخت نا وخته یې وڅاري. ت

ېره میاشت لومړي وزیر ډېوېډ کامران وویل د مسلمانانو په دغو ضمني ښوونځیو کې "د ځینو ماشومانو سرونه له زهرو او زړونه یې له کرکې" ډکېږي.

مسلمانې ټولنې مني چې د مقرراتو وضع کول د ماشومانو په ګټه دي خو دا اندېښنه ردوي چې ګواکې مدرسې ماشومان سخت دریځه کوي.

د بریتانیا د نوو مقرراتو پر بنسټ، ټولې له ښوونځي-دباندې د ضربتي زدکړو سرچینې باید ځانونه راجستر کړي او د ځارل کېدو لپاره چمتو وي.

د انځور حقوق AFP

د نوې مقررې له مخې هره مدرسه چې په اونۍ کې له ۶ تر ۸ ساعتونو پکې زدکړه ورکول کېږي باید وڅارل شي.

ډېری مسلمان ماشومان مدرسې ته د دې لپاره ځي چې په عربي ځان پوه کړي چې وکړی شي قرآن کریم ولولي او د دین په اوامرو پوه شي.

د پرسټن په تر ټولو لویې مدرسې، قوت الاسلام کې ۵۰۰ ماشومان د سبق لپاره راټولېږي. دوی وروسته له دې چې له ښوونځي راو ځي دلته راځي.

د دغو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې ورځې ډېرېږي.

د دغې مدرسې له یوه امام او سرښوونکي جاوید پټان څخه وپوښتل شول چې آیا ده ته د منلو وړ ده چې مدرسې وڅارل شي چې پکې سخت دریځې نظریې وده ونه کړي؟

ښاغلی پټان وویل " برعکس، مدرسې د ډ‌ېرو مسلمانانو په ژوند کې مُثبت بدلون راولي، دوی له اصلي اسلام څخه خبروي".

رضوانه ګورجي چې همدغې مدرسې ته خپل ماشومان راولي وايي، ماشومان سخت دریځي نظرونه له مدرسې نه چې له خواله رسنۍ زده کوي.

ډېری بریتانیوي مسلمانې کورنۍ تر څلورو کلونو مشر ماشومان مدرسې ته په دوامداره توګه استوي. همدا ده چې مدرسه د نړۍ په هکله د دوی د فکر کولو پر ډول او په ټولنه کې د خپل ځای ځایګي په پېژندلو کې پر دوی اغېزه لري.

بله خوا بیا دا اندېښنې هم شته چې په نورو ځایونو کې د پردې تر شا افراطي نظریې هم ورښوول کېږي او بل دا چې ماشومان وهل ټکول کېږي.

د پارلمان غړی ګریهم سټوارت وايي دا د دولت دنده ده چې ټول ماشومان له افراطي نظریو لېرې وساتي. ښاغلی ګریهم وايي " دا ډېره مهمه ده چې ځان ډاډه کړو چې ماشومان د افراطي زدکړو ښکار نشي، زموږ دنده ده چې په دغه هېواد کې د ټولو ماشومانو خیال وساتو، چې دوی داسې لوی شي چې د زغم، دیموکراسي، آزادۍ او بشري حقونو ارزښتونو ته درناوی ولري"

که دولت غواړي چې د مسلمانو بریتانیوي ماشومانو ژوند کې ښکېل وي، نو ډېر کار ته اړتیا لري چې وکړی شي میندې او پلرونه یې قانع کړي چې دا کار د دوی په ګټه دی.

اوسمهال په بریتانیا کې نژدې ۲۰۰۰ دینې مدرسې دي.

ورته مطالب