هند کې ولې ښځې بزګرۍ ته مخه کوي؟

سره له دې چې هند کې د اقتصاد په ډګر کې د فعالو ښځو ۸۰ سلنه په کرهنې بوختې دي خو ډېرې لږې یې د ځمکې څښتنانې دي. د بي بي سي خبریالې روپا جا د هند ماهاراشترا ته سفر کړی او له یو شمېر کروندګرو ښځو سره یې کتلي.

ویشالي جایاونت بالیراو په خپل کلي کې بېلګه ده. هغه یوازینۍ بزګره مېرمن ده. ویشالي سویابین، حبوبات او مالوچ کري. هغې نه غوښتل چې بزګره شي. خو شپږکاله وړاندې،مېړه یې د دې لپاره چې کر کیله یې لږه وه او پوروړی هم ؤ، ځان وواژه. په ډېر ویاړ د بېلابېلو وښو، د بوټو پر مرضونو او کیمیاوي سرې خبرې کوي.

د ویشالي لور او ځوی اوس هم له دې چې پلار یې له لاسه ورکړی کړېږي.

د هند په لودیځ مهاراشترا ایالت کې د ویشالي په شان ښځو داستان عادي دی.

سربېره پر دې چې د قانون پر بنسټ ښځه او نر په مساوي ډول شتمني په ارث وړي خو پوله پټي په دودیز ډول نرانو ته ور-رسېږي.

شمېرې ښيي چې په تېرو دوو لسیزو کې تر ۳۰۰ زرو ډېرو هندي بزګرانو ځان وژنه کړې ده. خو کارپوهان وايي رښتنۍ شمېرې تر دې هم لوړې دي.

اوسمهال ۱۸ سلنه هندي بزګرې کورنۍ د ښځو له خوا چلول کېږي. دا مساله هغه مهال پېښېږي چې سړي کډه وکړي، مړه شي او یا ځان وژنه وکړي.

د قانون پر بنسټ ښځه او نر سره مساوي دي، خو په عمل کې ډېری مهال نران د بزګریزو ځمکو خاوندان دي.

خو په زرګونو کیلومتره د راجستان په ایالت کې دوو خوېندو په خپله خوښه بزګري غوره کړې.

په هند کې پر ځمکو د ښځو کار ډېر عادی دی. خو د تراکتور د چلولو پر مهال د ښځو لیدل ډېر غیر معمول ښکاري.

د رمپي او کرمجیت په ځېر بزګرانو دغه خنډ مات کړی.

د هند د اقتصاد له مدرنیزه کېدو سره سره، بیا هم یو کرهنیز هېواد بلل کېږي. د دغه هېواد نیمايي وکړي د کرهنې په مټ ژوند کوي. خو سوکه سوکه په دې برخه کې د ښځو ونډه تر نرانو ډېرېږي.

ریمپي او کرمجیت سیمه ییز مخالفتونه له پامه غورځوي او خپل کار ته ادامه ورکوي.

د کلي یو وکړی وايي "دغه کار چې دا دوه خویندې یې کوي، تېروتنه ده. دوی باید تر اوسه واده کړی وی. موږ خپلې ښځې نه پرېږدو چې له کوره ووځي، بزګري خو لا پرېږده".

خپلواکې، پیاوړې او پرېکړه کوونکې... دا په هند کې د بزګرو ښځو صفتونه دي.

ریمپي او کرمجیت په خپله خوښه بزګري خوښه کړې. دوی له شتمنو کورنیو دي او زدکړې یې هم کړي دي. خو ویشالي هېڅ کله هم دا موقع نه درلودله. خو بیا هم په دې تمه ده چې دغه موقع خپلې لور ته برابره کړي.

ورته مطالب