د برتانیا پارلمان په داعش د بریدونو په تړاو سبا ته رایه اچوي

د انځور حقوق EPA
Image caption د بریتانیا حکومت دریځ دا دی، چې عراق پورې د اسلامي دولت ډلې خلاف د بریدونو محدودول ' غیر منطقي دي'

د بریتانیا لومړی وزیر ډېوېډ کامېرون وايي غواړي سوریې کې پر اسلامي دولت نومي ډلې د هوايي بریدونو لړ کې د چهارشنبې په ورځ دارالعوام کې رایې کارونه وشي.

د اپوزېسیون لېبر ګوند مشر جیرمي کوربن د دغې موضوع پر سر د دوې ورځني بحث غوښتنه کړې، خو له پاریسه ستنېدو وروسته ډېوډ کامېرون ویلي د بحث لپاره یوه ورځ کافي ده.

جیرمي کوربن بیا خپل ګوندي ملګري، چې د پارلمان غړي دي په دغه بحث کې د ملاتړ یا مخالفت په تړاو نه دي مکلف کړي.

ډېوډ کامېرون د دغې پرېکړې هرکلی کړی، وايي پارلمان کې پر '' اسلامي دولت '' ډلې د ملاتړ کونکو شمېر په ډېرېدو دی او وايي د کوربن پرېکړه ' له ملي ګټو سره سمه ده'

خو ښاغلي کوربن ویلي په پارلمان کې د دغې موضوع په تړاو له دوې ورځني بحث نه د انکار له کبله د ښاغلي کامېرون دریځ کمزوری ښکاري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډېوېډ کامېرون وايي، داسې معلومیږي، چې پارلمان کې پر اسلامي دولت ډلې د برید ملاتړ کونکو شمېر ډېرېږي

هغه له ډېوېډ کامېرونه وغوښتل، چې جګړې ته ټوپ وهلو کې بېړه و نه کړي.

بل لور ته ښاغلي کامېرون وار له مخه ویلي، چې پر ''اسلامي دولت'' نومي ډلې هوايي بریدونه یې د هېواد په ګټه دي.

تېره پنجشنبه د برتانیا پارلمان کې د وینا پر مهال نوموړي هغه اندېښنې رد کړې، چې ګواکې دې سره به بریتانیا د ترهګریزو بریدونو یو لوی هدف شي.

خپلو خبرو کې ښاغلي کامېرون ویلي و، بریتانیا نه شي کولای د خپل خوندیتوب مسولیت د خپلو متحدینو پر اوږو واچوي او دا چې باید د فرانسې ملاتړ وکړي.

له دې مخکې ۲۰۱۳ کال کې د بریتانیا پارلمان سوريې کې د حکومتي پوځ خلاف د هوايي بریدونو مخالفت کړی، خو وروسته یې عراق کې د اسلامي دولت ډلې خلاف د بریدونو اجازه ورکړه.

د حکومت دریځ دا دی، چې د اسلامي دولت ډلې خلاف بریدونه یوازې تر عراقه محدودول ' غیر منطقي 'دي، ځکه وايي دغه ډله د عراق او سوریې تر منځ پوله نه مني.