پوليسو د کليفورنيا د حملې د "بريدگرو" نومونه په ډاگه کړل

د انځور حقوق Reuters
Image caption څو ورځې وړاندې په د کولراډو په سپرنګز ښار کې هم ورته پېښه کې درې کسان ووژل شول

د امريکا په کاليفورنيا کې چارواکو تاييد کړې چې د دغې سيمې په سن برنارډينو کې دوو مشکوکو وسلوالو کسانو چې يوه يې ښځه ده ډزې کړې دي.

دوی وايي بريدګر دواړه له پوليسو سره په ډزو کې وژل شوي دي.

پوليسو بريدگر د سيد فاروق او تاشفين ملک په نوم ياد کړي دي. دواړه له هغې وروسته يوې نښتې کې ووژل شول چې د پېښې له ځايه وتښتېدل.

پوليس وايي په دې تړاو يې دريم کس هم نيولی، خو لا نه ده روښانه چې دغه کس له دوو بريدګرو سره لاس درلود که څنګه.

چارواکي وايي په دغه بريد کې ۱۴ کسان په ډزو وژل شوي دي او ۱۷ نور ټپيان دي.

دوی وايي له دغې پېښې سره د ترهګرۍ اړيکي نه شي ردېدای.

د پوليسو يوې وياندې ويلي امنيتي ځواکونو د پېښې په ځای کې يوه ودانۍ محاصره کړې ده.

دا وايي په دغې ودانۍ کې داسې توکي موندل شوي، چې د چاودېدېدونکو توکو شک پرې کېږي.

د دغه وياندې په وينا بريد کې له يوه څخه تر دريو بريدګرو برخه اخيستې ده. دا زياتوی بريدګر پر وسلو سمبال او د مرمۍ ضد واسګټونه يې اغوستي دي.

د رويټرز خبري اژانس په وینا پوليسو خلک له سيمې ايستلي او ترې غوښتي يې دي چې د پېښې ځای ته نژدې لاړ نه شي.

په امريکا کې دا ډول پېښې مخ پر زياتېدو دي او څو ورځې وړاندې په د کولراډو په سپرنګز ښار کې هم ورته پېښه کې درې کسان ووژل شول.

ورته مطالب