روسيه وايي اردوغان له "اسلامي دولت" سره د تېلو تجارت کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د ترکیې له خوا د روسۍ الوتکې له را پرځولو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ شخړې زياتې شوې دي

د روسيې دفاع وزارت د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان او کورنۍ يې له "اسلامي دولت" ډلې سره د تېلو تجارت کې پر لاس لرلو تورن کړي دي.

ده دغه خبرې په مسکو کې د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې وکړې.

د نوموړي هېواد د دفاع وزير انټولي انټونوف وايي، ترکيه له عراق او روسيې څخه د غلا شويو تېلو تر ټولو لوی اخيستونکی هېواد دی.

د دې تور په ځواب کې ښاغلي اردوغان ويلي و، روسيه هېڅ حق نه لري چې پر ترکيه دا ډول تورونه ولګوي.

د ترکیې له خوا د روسۍ الوتکې له را پرځولو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ شخړې زياتې شوې دي.

وړاندې د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين پر ترکيه تور لګولی و، چې روسۍ الوتکه يې د سوريې د ننه را غورځولې ده.

د روسيې د دفاع وزير انټولي انټونوف مسکو کې يوه خبريال ته ويلي "د شته معلوماتو له مخې د دې هېواد سياسي مشران، رجب طيب اردوغان او کورنۍ يې په دې جنايتکاره عمل کې لاس لري ."

د روسیې د دفاع وزير په وينا دوی " پر بل هېواد يرغل کړی او په لويه کچه ظلم پرې کوي"

په دغه خبري غونډه کې د ترکيې پر ضد کوم شواهد يا اسناد وړاندې نه شول.

ډېری وخت د روسيې د فاع وزارت بهرني ژورنالستان خبري غونډو ته نه رابولي خو د چهارشنبې ورځې غونډې لپاره يې بهرني خبريالان هم را بللي وو.

د روسیې د دفاع وزارت له هوا څخه يو لړ اخيستل شوي تصويرونه ښودلي چې د "اسلامي دولت" لاندې سيمو څخه د تېلو ټانکر ترکيې ته لېږدول کېږي.

دوی وايي د تېلو دغه ټانکر دريو سيمو ته انتقال شوي دي.

د ترکيې ولسمشر بيا پر روسيه تور لګوي، چې له "اسلامي دولت" ډلې سره د تېلو پر تجارت بوخته ده. دی وايي "که له اسلامي دولت ډلې سره د ترکيې راکړه ورکړه ثابته شي نو له خپلې دندې به استعفا ورکړم، خو زه له ښاغلي پوتين پوښتم چې ایا دی به هم داسې وکړي؟"

روان کال سپټمبر مياشت روسیې په سوريه کې د "اسلامی دولت" ډلې پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ او د دغو عملیاتو موخه يې د "ترهګرو" پر وړاندې جنګ وښود.

دوی په سوريه کې هوايي بريدونه کوي، چې ظاهرا هدف يې "اسلامي دولت" ډلي ځپل دي، خو ويل کېږي هلته ګڼ ولسي وګړي د مسکو په بريدونو کې وژل شوي دي.

خو لويديځ او عربي هېوادونه پر مسکو د هغو سوري مخالفو ډلو په نښه کولو تور پورې کوي چې د بشار اسد د نظام پر وړاندې جنګېږي.

د ځينو راپورونو له مخې اسلامي دولت ډله د ناقانونه تېلو له خرڅولو پيسې ترلاسه کوي، خو ترکيه دا نه مني چې د تېلو په دغې سوداګرۍ کې دې لاس لري.

ورته مطالب