سعودي عربستان ته د القاعدې شبکې ګواښ

د انځور حقوق Reuters
Image caption سعودي وايي، د القاعدې شبکې او "اسلامي دولت" ډلې ځینې غړي د سعودي وګړي دي. په تېر اکتوبر میاشت کې یې اعلان وکړ چې پر یوه جومات برید کوونکی د سعودي وګړی و.

القاعدې شبکې ویلي، که چېرې سعودي عربستان په ترهګریزو اعمالو د القاعدې شبکې تورن غړي اعدام کړي، القاعده به د سعودي امنیتي ځواکونه او چارواکي په نښه او هلته به خونړي بریدونه وکړي.

القاعدې شبکې ویلي، دا مهال د سعودي په زندانونو کې د ترهګرۍ په تور د القاعدې ځینې غړي بندیان دي، چې شاید د اعدام حکم ورباندې وشي.

رپوټونه وايي، سعودي عربستان غواړي لس بندیان اعدام کړي.

تېره اونۍ د سعودي عربستان رسمي رسنیو ویلي وو "په راتلونکو څو ورځو کې به" څه باندې ۵۰ بندیان اعدام شي، چې په ترهګریزو بریدونو کې د لاس لرلو په تور د القاعدې شبکې ځینې نیول شوي غړي هم دي.

په یمن کې د القاعدې شبکې څانګې ویلي، د سعودي دا هوډ ورته معلوم شوی چې په زندانونو کې د القاعدې شبکې ځینې غړي اعداموي، القاعده یې په غبرګون کې بریدونه کوي.

پر ټویټر په سې شنبې خپاره شوي پیغام کې ویل شوي: "له خدای سره موږ پر خپلو وینو او د بندیانو په وینو ژمنه کوو، د دوی پاکې وینې به تر هغو وچې نه شي چې د آل سعود د پوځ وینه مو نه وي تویې کړې".

سعودي په تېر یوه کال کې د تاوتریخوالي او بریدونو له یوې لړۍ سره مخامخ و، چې په ځینو جوماتونو کې د ځینو خونړیو بریدونو پړه "اسلامي دولت" ډلې پرغاړه واخیسته.

د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ، القاعدې شبکې په سعودي کې پر امنیتي ځواکونو او بهرنیانو د ډلو او بریدونو پړه ومنله.

القاعدې پخپل ګواښ کې د سعودي چارواکو په نښه کول هم یاد کړي دي.

سعودي وايي، د القاعدې شبکې او "اسلامي دولت" ډلې ځینې غړي د سعودي وګړي دي. په تېر اکتوبر میاشت کې یې اعلان وکړ چې پر یوه جومات برید کوونکی د سعودي وګړی و.

د ختمېدونکي کال په لومړیو کې سعودي عربستان د چاد دوه وګړي له دې کبله اعدام کړل چې ګني د القاعدې شبکې له خوا په هغو چمتو شویو بریدونو کې ښکېل وو، چې په تېره لسیزه کې یې سلګونه کسان ووژل.

د بښنې د نړیوال سازمان د راپور له مخې، سعودي عربستان په ۲۰۱۵ کال کې لږترلږه ۱۵۱ کسان اعدام کړي، چې ډېری یې د نشه يي توکو اړوندو مسائلو کې ښکېل بهرنیان دي.

په وروستي ځل سعودي عربستان په ډله ییزه توګه ځینې هغه کسان اعدام کړل، چې په ۱۹۷۹ کال یې مکې شریفې ته په زور له وسلو سره د ننوتلو هڅه کړې وه.

ورته مطالب