د لور زوکړه، مارک زوکېربرګ د ۴۵ میلیارده ډالرو ونډې خیراتوي

د انځور حقوق r
Image caption ماکس تېره اونۍ زېږېدلې وه، خو رسمي اعلان یې د سې شنبې په ورځ وشو

د فیسبوک بنسټګر مارک زوکېربرګ د خپل لومړي ماشوم د زېږېدنې په ترڅ کې اعلان کړی، چې خپله ټوله شتمني به د یوې داسې نړۍ د ښه والي په موخه خیرات کړي، چې په وینا یې دی غواړي دغه کوچنۍ لور یې پکې راستره شي.

نوموړي پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، دی او مېرمن به یې د خپلې ټولې شتمنۍ نهه نوي سلنه برخه د خپل ژوند په اوږدو کې خیرات کړي.

اوسنيو قیمتونو ته په کتو، به د دغو پیسو کچه ۴۵ میلیارده ډالرو ته ورسيږي.

نوموړي ویلي، دوی د نړۍ د ټولو کوچنیانو لپاره د یو ښې نړۍ په برابرولو کې تر خپلې وسې دغه کوچنۍ ونډه اخلي.

د نوموړي په خبره د چان زوکېربرګ نوښت هدف د بشري ظرفیتونو لوړول او د نوي کول ماشومانو کې د مساوات خپرول دي. خپلې لور ته په یوه لیکلي پیغام کې نوموړي ویلي، ستا له مور او ما سره اوسمهال داسې توري نه شته، چې درته ووایو، چې موږ ته دې د راتلونکي په اړه څرمره هیله بښلې ده.

نوموړی زیاتوي موږ دې له اوس نه هغې نړۍ ته متوجه کړي یو، چې ته پکې ژوند کوي. ماکس تېره اونۍ زېږېدلې وه، خو رسمي اعلان یې د سې شنبې په ورځ وشو.

د روان کال جولای میاشت کې زوکېربرګ اعلان کړی و، چې مېرمن یې پرېسیلا چان مېندواره ده او نوموړی به د یوې لور پلار شي.

نوموړي دا هم ویلي و، چې د لور له زېږېدو وروسته به دوې میاشتې رخصت واخلي.