مسکو په انقرې د نورو بنديزونو گواښ وکړ

د روسيې ولسمشر،ولاديمير پوتين، يوځل بيا پر ترکيې د روسۍ الوتکې د ويشتلو له امله نيوکه کړې او خبردارى يې ورکړى چې کريمليمن د نورو بنديزونو د لگولو پلان لري .

دا الوتکه تېره مياشت د سوريې پولې سره نزدې راغورځول شوې وه.

د روسيې پارلمان ته خپلې کلنۍ وينا کې ښاغلي پوتين وويل دى به جگړې کې ښکيل نه شي ، خو ترکيې يو سخت "جنگي جرم" ترسره کړى دى .

ده زياته کړه ، که ترکيه داسې فکر کوي چې يوازې پر سرو بانجانو بنديز سره به له دې خلاصه شي ، نو تيروتنه کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption د ترکيې لومړي وزير داود اوغلو د مسکو دا ادعاوې ردوي چې گوا کې " ترکيه اسلامي دولت نومې ډلې سره د تيلو سوداگري لري".

مخکې ولسمشر پوتين د ترکيې پر مشرانو تور لگولى و چې د دوى الوتکه ېې له دې امله غورځولې چې گواکې د اسلامي دولت نومې ډلې سره د تيلو سوداگري لري .

خو د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو د ښاغلي پوتين دا خبرې رد کړې.

انقره وايي د روسيې او ترکيې د بهرنيو چارو وزيران به د سربيا په پلازمينه بلغراد کې له يوبل سره گوري .

دا د روسۍ الوتکې له راغورځول گېد وروسته لومړى ځل دى چې د دواړو هېوادونو جگپوړي چارواکي سره گوري .