که چين کې مرغان خرڅوئ - ۱۰ کلن بند به تېروئ

Image caption يان د ۲۰۱۴ کال په جولای مياشت کې د اوسېدو په کور کې دغه ځاله موندلې وه

په چين کې د يوې محکمې هغې پرېکړې چې د پوهنتون يو محصل يې د مرغانو پلورلو له امله په ۱۰ کاله بند محکوم کړی، پر ټولنيزو شبکو بحثونه پنځولي دي.

دغه محصل چې کورنی نوم يې يان دی پر خپلو ملګرو باز ته د ورته مرغانو چې کاروبار يې منع دی، پلورلو له امله زنداني شوی دی.

د چين د ټولنيزو شبکو ډېری کاروونکو ټکان خوړلی، ویلي يې دي چې دا سزا له آن د جنسي تيري او په نشه حالت کې د موټر چلولو له سزا هم ډېره ده.

خو ځينې نورو بيا ويلي چې دغه زده کوونکی بايد مسووليت پر غاړه واخلي.

په چين کې يوه خبري اژانس ويلي، يان د ۲۰۱۴ کال په جولای مياشت کې د اوسېدو په کور کې يوه ځاله وموندله.

يان دغه ځاله چې د مارغانو ۱۲ بچيان په کې و، واخيسته او وروسته يې بيا عکسونه انلاين کړل چې اخيستونکی ورته پيدا شي.

راپورونه وايي ده ۱۰ مرغان پلورلي وو، او هغه مهال ونيول شو چې د پاتې دوو مرغانو لپاره يې اخيستونکي پيدا کول.

د يان ملګری چې په وانګ مشهور دی هم په لس کاله بند محکوم شوی او تر څنګ به يې ۱۰۰۰۰ چينايي يوان چې ۱۵۶۰ ډالر کېږي، جريمه پرې کوي.

د انځور حقوق SUBHAMOY BHATTACHARJEE. WTI
Image caption د انلاين ۶۰ سلنه کارکوونکو رايه ورکړې، چې يان ته د محکمې له لوري ورکړای شوې سزا زياته ده

مرغان او انسانان

په چين کې دې کمسارې قضيې ډېر هک پک کړل او د ټولنيزو شبکو کاروونکو ته يې ټکان ورکړ.

د انلاين ۶۰ سلنه کارکوونکو رايه ورکړې، چې يان ته د محکمې له لوري ورکړای شوې سزا زياته ده.

د انکل تان په نوم يوه کاروونکي ليکلي: ''عجيبه ده، هغو کسانو ته چې د نشې په حالت کې څوک په موټر ووهي او ووژني درې کاله سزا ده، خو دغه بدمرغه هلک چې په غلا د څو مرغانو ښکار کړی او هېڅوک يې نه دي وژلي د ۱۰ کاله سزا مستحق ګرځي.''

يوه بل کاروونکي ليکلي: ''د انسانانو قاچاق کوونکو ته يوازې څو کاله سزا ورکول کېږي، خو د مرغانو ښکاري ته لس کاله! په دې ورځو کې انسان هغومره مهم نه دی لکه مرغه.''

د انځور حقوق SUBHAMOY BHATTACHARJEE. WTI

ورته مطالب