چين افريقا سره د ۶۰ ميليارد ډالرو مرستې اعلان کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه مرستې به په راتلونکو دريو کلونو کې د صنعت، کرنې، مالي خدمتونو او سولې او امنيت په ګډون په ۱۰ برخو کې ولګېږي

چين افريقا ته د ۶۰ ميليارد ډالرو د پور او مرستې د ورکولو اعلان کړی، چې د دغې لويې وچې له پرمختګ سره مرسته وکړي.

د چين ولسمشر شي جين پينګ ويلي د مرستو په دغه بنډل کې به بې سوده پور او زرګونو افريقايانو ته سکالرشيفونه او د روزنې کورسونه شامل وي.

د چين مشر دغه اعلان په جهانزبرګ کې د چين او افريقا ترمنځ په ستره سرمشريزه کې وکړ.

ولسمشر شي جين پينګ د افريقا د ۳۵ هېوادونو مشرانو ته وويل: ''په چټکۍ د افريقا لويې وچې پرمختګ ''نه درېدونکی'' دی.''

د جنوبي افريقا ولسمشر جاکوب زوما چې په ګډه د دغې سرمشريزې کوربتوب کوي د چين او افريقا د ژورو اړيکو هرکلی وکړ.

ښاغلي زوما وويل: ''چين د افريقا ستر سوداګريز شريک او افريقا د چين مهم واردوونکې سرچينه شوه. دا ملګرتيا به د افريقا د پرمختګ په برخه کې مثبتې پايلې ولري.''

د افريقا او چين تر منځ دغه دوه ورځنۍ سرمشريزه د دې لامل شوه چې له ۲۰۰۰ کال راوروسته په دويم ځل افريقايي مشران سره راټول شي.

د چين د رسمي خبري اژانس شينهوا د راپور له مخې دغه مرستې به په راتلونکو دريو کلونو کې د صنعت، کرنې، مالي خدمتونو او سولې او امنيت په ګډون په ۱۰ برخو کې ولګېږي.

د چين ولسمشر وويل افريقا ته يې دا اووم سفر دی او د ولسمشر په توګه يې دويم سفر دی او هر ځل چې افريقا ته ورغلی پرمختګ او بدلون يې په کې ليدلی دی.

ورته مطالب