فېسبوک ژوندۍ وېډيويي اسانتياوې برابروي

د انځور حقوق AFP
Image caption په ژوندۍ بڼه د وېډيوګانو ښوول او خپرول په دې کال کې د ټکنالوژۍ د ډګر تر ټولو لويه لاسته راوړنه بلل کېږي

فيسبوک غواړي پر خپله ټولنيزه شبکه داسې ځانګړې اسانتيا معرفي کړي، چې کاروونکو ته اجازه ورکوي په ژوندۍ بڼه وېډيوګانې خپرې کړي.

په لومړيو کې به د غوره شويو هنري څېرو او د لوړې کچې فيسبوک کاروونکي د دې واک ولري چې د څو مياشتو لپارو له دغو خدمتونو ګټه واخلي.

په ژوندۍ بڼه د وېډيوګانو ښوول او خپرول په دې کال کې د ټکنالوژۍ د ډګر تر ټولو لويه لاسته راوړنه بلل کېږي.

په لومړي سر کې به د فیسبوک دغه خدمتونه يوازې په متحد ایالاتو کې د محدودو کسانو لپاره وي، چې يوازې د آیفون پر مټ به يې ترسره کولای شي.

د ټکنالوژۍ دغې سترې ادارې ويلي: ''د وخت په تېرېدو کمپنۍ پلان لري چې دغه خدمتونه ټولو کاروونکو ته برابر کړي'' خو تر اوسه يې په دې اړه مشخص وخت نه دی اعلان کړی.

فيسبوک وايي: ''هغه کسان به تاسې ليدلای شئ چې پر هغوی پام کوئ. که هغوی کوم نوي ځای ته ځي او يا هم څه پخوي.''

''د دغو خدمتونو پر مټ به تاسو کولای شئ هغه کاروونکي د فيسبوک پر پاڼه ووينئ چې انلاين دي، د خپلو هغو ملګرو نومونه چې په ژوندۍ بڼه وېډيو ګوري او هغه تبصرې چې دوی يې د وېډيو په اړه ليکي.''

دغه وېډيو به تر هغه د کاروونکي پر پاڼه وي چې پخپله يې لرې کړې نه وي.

فيسبوک دغه راز خپلو کاروونکو ته د دې اجازه هم ورکوي، چې خپل عسکونه او وېډيوګانې سره يو ځای کړي.

ورته مطالب