اوباما: امریکا به له دغه ډول بريدونو و نه ډاره شي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا د پلټنو ادارې دغه بريدونه يوه "ترهګر عمل" بللی او وايي د يوه ترهګريزې کړنې په توګه به يې پلټي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، په کليفورنيا کې د تېرې چهارشنبې ورځې له بريدونه يې د هېواد وګړي نه ډارېږي.

ښاغلي اوباما نن د شنبې پر ورځ (۵ ډسمبر) خپلې اونيزې راډيويي وينا کې وويل "موږ قوي يوو." دی وايي دغه بريدګرو کېدای شي سخت دريځی سوچ درلود.

تېره چهارشنې ۲۸ کلن سيد رضوان فاروق او ۲۷ کلنې مېرمنې يې تشفين ملک په کليفورنيا کې د ټولنيزو خدمتونو پر يوه مرکز بريد کړی و، چې ۱۴ کسان په کې وژل شوي او شاوخوا ۲۱ نور ټپيان شوي وو.

دغه دواړه بريدګر وروسته د پوليسو له خوا په ډوز وژل شوي وو.

پوليسو وړاندې د بريدونو په تړاو درېيم کس هم نيولی و، خو تراوسه نه ده روښانه چې دغه کس له دوو بريدګرو سره لاس درلود که څنګه.

"اسلامي دولت" يا داعش نومې ډلې د دغو بريدونو پړه پر غاړه اخیستی ده، د نوموړي ډلې سره تړلې يوې راډیو چې پر انټرنېټ خپرونې کوي، بريدګر د اسلامي دولت ډلې "پیروان" بللي دي.

د امریکا د پلټنو ادارې دغه بريدونه يو "ترهګر عمل" بللی او وايي د يوه ترهګريزې کړنې په توګه به يې پلټي.

ښاغلي اوباما ويلي وو، "موږ پوهېږو چې د داعش ډله زموږ د هېواد په ګډون د نړۍ په ګرد چاپېر کې خلک تاوتريخوالي کې برخې اخيستو ته هڅوي"

دی زياتوي "موږ ټول، حکومت، قانون پلې کوونکې ادارې، ټولنې او مذهبي مشران دې ته اړتيا لرو چې سره يو ځای کار وکړو چې خلک د دغې کرکجنې ايډيالوژۍ ښکار نه شي"

د بريدګرو کورنۍ وايي هک پک پاتې دي او د وی دغه کړنه غندي.

د سيد رضوان فاروق خور سايره خان، يوې خبرې رسنۍ ته ويلي "زه هېڅکله دا فکر نه شم کولای چې زما ورور او ورېندار دې داسې يو کار وکړي، په ځانګړي ډول ځکه دوی په خوشالۍ واده شوي او يوه ښکلې شپږ مياشتنۍ لور درلوده."