''عراق کې له سُنیانو سره بشرضد اعمال شوي''

د انځور حقوق REUTERS
Image caption رپوټونه وايي د عراق امنیتي ځواکونو، کردي امنیتي سرتېرو او د هغوی ملاتړو ملېشو په سني مېشتو عراقي د سني عربانو شتمنۍ لوټ کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو استازولۍ ویلي، داسې رپوټونه شته چې ګني د ''اسلامي دولت'' له منګولو د ژغورل شویو سیمو له مېشتو سُني عربانو سره بشرضد کړنې شوې دي.

رپوټونه وايي د عراق امنیتي ځواکونو، کردي امنیتي سرتېرو او د هغوی ملاتړو ملېشو په سني مېشتو عراقي د سني عربانو شتمنۍ لوټ کړې دي.

ځینې نور داسې رپوټونه هم شته، چې ګني کورونه چور شوي، ځینې کسان تښتول شوي او په ناقانونه توګه یو شمېل کسان نیول شوي دي او له محاکمې پرته اعدام شوي دي.

د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې سیسیل بويي ویلي ''سني عربان له مخ پر زیاتېدونکې توکم پالنې سره او ځورونو سره مخامخ شوي، چې اصلي لامل یې عراقي ډلې او نورو مذهبي ډلې دي، دوی وایي چې ځورل شویو کسانو د ''اسلامي دولت'' ډلې ملاتړ کاوه''.

د رپوټونو له مخې، سني عربان د اوبو، خوړو او طبي توکو له نشتوالي هم کړېږي.

رپوټونه وايي، سنجار ته څېرمه د کردي ځواکونو او ''اسلامي دولت'' ډلې ترمنځ جګړه کې شاوخوا ۱۳۰۰ سني عربان ګیر پاتې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption راپور وايي، سنجار ته څېرمه شاوخوا ۱۶ ډله ییز قبرونه هم موندل شوي، چې تر ډېره پکې د ''اسلامي دولت'' ډلې په لاس وژل شوي کسان ښخ کړای شوي دي.

بويي زیاتوي، لاهم په هغو سیمو کې چې د ''اسلامي دولت'' تر واک لاندې دي، د بشري حقونو پراخې سرغړونې شوې دي.

راپور وايي، سنجار ته څېرمه شاوخوا ۱۶ ډله ییز قبرونه هم موندل شوي، چې تر ډېره پکې د ''اسلامي دولت'' ډلې په لاس وژل شوي کسان ښخ کړای شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ له عراقي حکومته غوښتي چې له سني عربانو سره د بشري حقونو ضد اعمالو په اړه څېړنه وکړي او جنایت کوونکي د قضاء منګولو ته وسپاري.

ورته مطالب