سږ کال سعودي ۱۵۰ کسان اعدام کړي

تېره اونۍ، فلسطینی شاعر اشرف فیاض په کفر ویلو او د خدای په ذات کې د شک په تور په اعدام محکوم شو
Image caption تېره اونۍ، فلسطینی شاعر اشرف فیاض په کفر ویلو او د خدای په ذات کې د شک په تور په اعدام محکوم شو

د بښنې نړیوال سازمان پخپل یوه راپور کې وايي، سعودي عربستان د روان کال له پیله تر اوسه تر ۱۵۰ ډېر کسان اعدام کړي، چې د دغه سازمان په وینا، دا په تېرو ۲۰ کلونو کې د اعدام تر ټولو لویه شمېره ده.

په سعودي عربستان کې یو شاعر او رسام له دین نه د اوښتو په تور په اعدام محکوم شوی.

د سعودي ورځپاڼو ویلي، دا مهال لږترلږه ۵۰ کسان د اعدامېدو په انتظار دي.

د سعودي ډېرېدونکو اعدامونو په نړیواله کچه اندېښنه راپورته کړې ده.

له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې د بشري حقونو ډلو د سعودي بلاګر رائف بدوي په درو وهلو نیوکه کړې وه.

نوموړی اسلام ته د سپکاوي په تور نیول شوی او په درو وهل شوی و.

په همدې میاشت کې، د برما یوه ښځه په وژنې تورنه وه خو هغې چیغې وهلې چې ما "قتل نه دی کړی" آن دا چې سر یې د سعودي په یوه واټ په توره غوڅ شو.

تر اوسه په سعودي عربستان کې تر ۱۵۰ ډېر کسان په بېلابېلو جرمونو اعدام شوي دي، چې د بشري حقونو ډلې وايي، دا په تېرو ۲۰ کلونو کې سعودي کې د اعدام تر ټولو لویه شمېره ده.

د انځور حقوق
Image caption په همدې میاشت کې، د برما یوه ښځه په وژنې تورنه وه خو هغې چیغې وهلې چې ما "قتل نه دی کړی" آن دا چې سر یې د سعودي په یوه واټ په توره غوڅ شو.

په اعدام شویو کې ګڼ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو.

د بشري حقونو فعالان وايي، ګڼې محاکمې ناعادلانه دي.

د شفافیت نشتوالی

Image caption علي النمر له دې کبله په اعدام محکوم شوی، چې ګني په ۱۷ کلنۍ کې یې قتل کړی

د بښنې نړیوال سازمان په سعودي کې د سږکال پر اعدامونو نیوکه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو کارپوهان وايي، سعودي کې د اعدام حکم له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

تېره اونۍ، القاعدې شبکې ویلي وو، که چېرې سعودي عربستان په ترهګریزو اعمالو د القاعدې شبکې تورن غړي اعدام کړي، القاعده به د سعودي امنیتي ځواکونه او چارواکي په نښه او هلته به خونړي بریدونه وکړي.

القاعدې شبکې ویلي، دا مهال د سعودي په زندانونو کې د ترهګرۍ په تور د القاعدې ځینې غړي بندیان دي، چې شاید د اعدام حکم ورباندې وشي.

رپوټونه وايي، سعودي عربستان غواړي لس بندیان اعدام کړي.

Image caption د عربستان شیعه وګړی داود حسین المرهون په ۱۷ کلنۍ کې نیول شوی

ورته مطالب

په انټرنیت کې نور ورته مطالب

بي بي سي د پردېو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.