د اسلامي دولت ډلې بريد کې د عدن والي وژل شوی

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلی سعد د ولسمشر عبدربه منصور هادي له مهمو پلويانو ګڼل کېده

راپورونه وايي د يمن جنوب کې د بريد له امله د عدن والي وژل شوي دی.

د يمن چاروکوا په وينا پېښه کې د عدن والي جفعر محمد سعد او يو شمېر نور ملګري يې وژل شوي دي.

"اسلامي دولت" نومې ډلې د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې ده. دغې ډلې په يمن کې د کورنۍ جګړې له پيل وروسته په فعاليت پیل کړي دی.

د رويټرز خبري اژانس د دې هېواد د امنيتي چارواکو له خولې وايي د جعفر محمد سعد پر موټر له عدن ښار سره نژدې په "تواهي" سيمه کې بريد شوی دی.

ښاغلی سعد د يمن د پوځ يو له مهمو کسانو او د ولسمشر عبدربه منصور هادي له پلويانو ګڼل کېده، چې له حوثي ياغيانو د عدن ښار په بېرته نيولو کې يې مهم رول درلود.

له څو مياشتو راهيسې په يمن کې کورنۍ جګړه روانه ده او حوثي ياغيان د دې هېواد پلازمېنې صنعا په ګډون ځېنې برخې تر ولکې لاندې لري.

څو مياشتې وړاندې د عبدربه منصور هادي پلويانو د سعودي عربستان له هوايي ملاتړ سره عدن له حوثيانو بېرته ونيو.

د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف په تېرو څو مياشتو کې د عبدربه منصور هادي پلويانو پر ملاتړ د حوثي ياغيانو پر ليکو او هدفونو يو لړ هوايي بريدونه کړي دي. سعودي عربستان وايي ايران په يمن کې د شيعه حوثي ياغيانو ملاتړ کوي.

د عدن بندر دغه نوې پېښه د ملګرو ملتونو د استازي او د ولسمشر عبدربه منصور هادی تر منځ له کتنې يوه ورځ وروسته شوې ده.

ملګري ملتونه هيله من دي چې د دواړو غاړو تر منځ خبرې د روانې مياشتې په پای کې پيل شي.