کيري: له اسد نه د روسیې ملاتړ یعنې د حزب الله او ایران ملا تړل

کيري د انځور حقوق AP
Image caption جان کیري وايي روسیه د اسد په ملاتړ سره د حزب الله او ایران ملا هم تړي، چې دا کار یې له نورې سُني نړۍ سره د اړیکو ساتلو لپاره ښه معادله نه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کيري ویلي، روسیه د اسد په ملا تړلو سره د حزب الله او ایران ملاتړ هم کوي، چې دا کار له سُني نړۍ سره د اړیکو ساتلو لپاره ښه انډول نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي، د سوریې د کړکېچ د پای ته رسولو په اړه به د خبرو نوی پړاو په روانې میاشتې کې ترسره شي.

نوموړي په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته ویلي، دا غونډه به په نیویارک کې د هغه بهیر د پرمختګ په لړ کې تر سره شي، چې تېره میاشت پرې په ویانا کې هوکړه شوې وه.

د ویانا د هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې په جنورۍ میاشتې کې د سوریې د حکومت او حکومت مخالفو ډلو تر منځ خبرې پیل شي، چې موخه یې په شپږو میاشتو کې د یوې انتقالي ادارې جوړول دي او له هغې اتلس میاشتې وروسته به په دغه هېواد کې ټاکنې کېږي.

جان کیري وايي روسیه د اسد په ملاتړ سره د حزب الله او ایران ملا هم تړي، چې دا کار یې له نورې سُني نړۍ سره د اړیکو ساتلو لپاره ښه معادله نه ده.

نوموړی وايي، د سوریې د کړکېچ هواري په موخه به راتلونکې خبرې روانه میاشت په نیویارک کې ترسره شي.

Image caption د سوریې پنځه کلنه روانه شخړه کې سلګونه زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

کيري زیاتوي، روسیه او ایران باید پوی شي چې په سوریه کې د سوري نظام په بریدونو سره د سُني مخالفانو درولو لپاره مجال نه شته.

دی زیاتوي، ایران او روسیه د روانې میاشتې وروستیو کې نیویارک کې د سوري کړکېچ د هواري په خبرو کې ګډون وکړي.

ورته مطالب