یمن: د عدن والي په چاودنه کې ووژل شو

د عدن والي (کیڼ لاس ته) جعفر محمد سعد د یمني ولسمشر عبد ربه منصور هادي نژدې ملګری و د انځور حقوق Getty
Image caption د عدن والي (کیڼ لاس ته) جعفر محمد سعد د یمني ولسمشر عبد ربه منصور هادي نژدې ملګری و

رپوټونه وايي، د یمن سوېلي عدن ښار والي جعفر محمد سعد او د هغه ځینې ساتونکي ګهیځ مهال د دوی پر کاروان د برید په پایله کې وژل شوي دي.

نوموړی له خپلو ساتونکو سره پر لاره وو چې په (التواهي) سیمه کې برید پرې وشو.

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، چاودنه ډېره زوروره وه، چې شاید له چاودېدونکو توکو د ډک شوي موټر په مټ شوې وي.

حوثي یاغیان تېر کال د یمن پلازمېنې صنعاء په ګډون پر ځینو برخو واکمن شول.

د روان کال لومړیو کې، د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف په همکارۍ په نړیواله کچه د پېژندل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي پلوو څکومتي ځواکونو وکړای شو چې له عدن نه حوثیان وشړي.

خو دغه ښار وروسته تر هغه ناامنه شو، چې د القاعدې شبکې اړوندو وسله والو او نورو ملېشو د جګړې اور ته ورودانګل.

ددغه هېواد په سوېل کې د مقاومت په نوم جبهه جوړه شوه.

که څه هم په عدن کې د ایتلاف زرګونه پوځيان مېشت دي، خو هلته لاهم امنیت خوندي نه دی.

د انځور حقوق Reuters

له تېرو څو میاشتو راهیسې یمن کې نشتې روانې دي.

عربستان باوري دی چې ایران په یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو ملاتړ کوي.

ورته مطالب