په ايران کې د ''خوګ والګي لږترلږه ۳۰ کسان'' وژلي

د انځور حقوق SPL
Image caption د کرمان د طبي پوهنتون مرستيال ويلي و، په کرمان کې ۲۲ کسان د خوګ والګي ناروغۍ وژلي دي

له ايران نه راپورونه وايي تر اوسه د دغه هېواد په کرمان او سيستان او بلوچستان ولايتونو کې لږترلږه ۳۰ کسان د خوګ والګي ناروغۍ له امله وژل شوي دي.

د ايران په ملي شورا کې د زاهدان استازي حسين علي شهرياري ويلي، په دغه ولایت کې اته کسان د خوګ والګي وژلي او تر اوسه د دغې خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو لامل نه دی معلوم.

تر شهرياري وړاندې د کرمان د طبي پوهنتون مرستيال ويلي و، په کرمان کې ۲۲ کسان د خوګ والګي ناروغۍ وژلي دي.

ده ويلي په دغې ناروغۍ اخته ۱۰۰ نور کسان د کرمان په ښار کې بستري دي.

د سير جان په ښار کې هم روغتيايي چارواکو ويلي چې په دغه ښار کې له ۷۰ زيات کسان د خوګ والګي له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کړکېچ اعلان

تېره ورځ (يکشنبه، ډسمبر ۶مه) د ايران د ملي شورا د روغتيا کمېسیون د مشرتابه پلاوي غړي آذر احمد آريايي نژاد د خوګ والګي پېښو زياتېدو ته په اشارې سره وويل چې بايد په ايران کې (بحراني) وضعيت اعلان شي.

د انځور حقوق Getty
Image caption په صابون د لاسونو وينځل، له لاس ورکولو او مخ ښکلولو ډډه او دغه راز د پرنجي پر مهال د ټول بدن پوښل هغه لارښوونې دي چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې سپارښتنه شوې ده

ښاغلي آريايي نژداد زياته کړې: ''خلکو ته په دې اړه بايد اړين خبرداری ورکړای شي، ځکه هره شېبه امکان لري چې دغه ناروغي په ټول هېواد کې خپره شي.''

خو له دې سره سره تېره ورځ د ايران د روغتيا وزير حسن هاشمي د خوګ والګی د 'موسمي ناروغيو يوه برخه' وبلله ويې ويل چې هر کال په ايران کې له دغې ناروغۍ يو شمېر کسان مري.

ښاغلي هاشمي وويل سږ کال د خوګ والګي ناروغي د نورو کلونو په پرتله 'لږ' زياته ده، چې يو لامل يې ايران ته د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول د ختيځو ګاونډيانو د اتباعو ورتلل دي.

په صابون د لاسونو وينځل، له لاس ورکولو او مخ ښکلولو ډډه او دغه راز د پرنجي پر مهال د ټول بدن پوښل هغه لارښوونې دي چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې سپارښتنه شوې ده.

ورته مطالب