اوباما: امریکا باید اوږدې جګړې ته ورټېل نه وهل شي

بارک اوباما
Image caption بارک اوباما دا هم ویلي، نه غواړي چې دغه جګړه د امریکا او د اسلام ترمنځ پر یوې شخړې واوړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، هېواد به یې عراق او سوریې ته د ځمکنیو ځواکونو په استولو په اوږدې جګړې کې ښکېل نه شي، خو ټینګار یې کړی، چې د ''اسلامي دولت'' ډله به د نړیوال ایتلاف لخوا ماته شي.

نوموړي له خپل دفتر نه وینا کې ویلي، د فلورېډا ایالت د تېرې اونۍ وسله وال برید ترهګریزه کړنه وه، خو په وینا، تر اوسه داسې کوم شواهد نشته چې د دغه برید لارښوونه د کوم بهرني سازمان لخوا شوې وه.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ''اسلامي دولت'' ډلو په څېر سخت دریځو وسله والو پر ضد باید له مسلمانانو سره په همکارۍ مبارزه وشي.

اوباما د کلیفورنیا ایالت په سان بیرناردینو کې هغه برید ''ترهګریز عمل'' وباله، چې لږترلږه ۱۴ کسان پکې ووژل شول.

اوباما ژمنه وکړه، د ''اسلامي دولت'' ډله به له منځه وړي، چې ددغه برید مسؤولیت یې منلی و.

دی وايي، امریکا به ددغې ډلې د ځپلو لپاره له ''خپلو ټولو امکاناتو'' ګټه واخلي.

خو د نوموړي ټینګار دا و، چې د امریکا متحده ایالتونه باید د ځمکنیو ځواکونو په استولو په نویو شخړو کې ځان ښکېل نه کړي:

''موږ باید یوځل بیا په عراق او سوریه کې ځمکنۍ اوږدې جګړې کې ځانونه ښکېل نه کړو. خو د ''اسلامي دولت'' ډلې په څېر ډلې غواړي چې موږ همداسې وکړو. دوی پوهېږي چې موږ په ځمکنیو جګړو کې نه شي ماتولی. او د ''اسلامي دولت'' جنګیالي په عراق کې د هغو ډلو غړي وو، چې موږ ورسره جنګېدلي یو، دوی پوی دي که چېرې موږ هلته ښکېل شو، نو د ډېرو کلونو لپاره به شخړه روانه وي، زموږ زرګونه پوځيان به پکې ووژل شي او زموږ سرچینې به وچې شي''.

د انځور حقوق AP
Image caption تشفین ملک او سید رضوان فاروق

نوموړی وايي، اوس موږ باید هوايي بریدونو ته دوام ورکړو، او له خپلو ځانګړو ځواکونو ګټه واخلو، خو له سیمه ییزو ځواکونو سره په همکارۍ، له دوی ځمکې ونیسو.

بارک اوباما دا هم ویلي، نه غواړي چې دغه جګړه د امریکا او د اسلام ترمنځ پر یوې شخړې واوړي:

''که غواړي ترهګرۍ له منځه یوسو، باید له خپلو ځواکمنو ایتلافونو سره مسلمانې ټولنې هم یوځای کړو، نه دا چې د شک او کرکې له لارې هغوی له ځان نه لیرې کړو''.

د امریکا د ولسمشر ټینګار دا هم دی، چې امریکايي مسلمانان د امریکايي ټولنې یوه برخه ده، چې په وینا یې ځینې یې په پوځ کې په خدمت بوخت دي او ''د خپل هېواد د دفاع په لار کې مرګ ته هم چمتو دي''.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوباما د کلیفورنیا ایالت په سان بیرناردینو کې هغه برید ''ترهګریز عمل'' وباله، چې لږترلږه ۱۴ کسان پکې ووژل شول.

ورته مطالب