ټرامپ امریکا ته د مسلمانانو د ورتګ مخنیوی غواړي

ټرامپ په تېر نومبر کې پاریس کې له خونړیو بریدونو وروسته پر مسلمانانو لفظي بریدونه پیل کړي دي د انځور حقوق Reuters
Image caption ټرامپ په تېر نومبر کې پاریس کې له خونړیو بریدونو وروسته پر مسلمانانو لفظي بریدونه پیل کړي دي

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې تر یوه خونړي برید یوه اونۍ وروسته، ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرامپ امریکا ته د مسلمانانو د ورتګ "بشپړ" مخنیوي غوښتنه کړې ده؛ خو د نوموړي له دې څرګندونو سره سپینې ماڼۍ او د هغه سیالانو سخت مخالفت ښوولی.

دی وايي، نظرسنجي ښيي، چې له امریکا نه مسلمانان "کرکه" کوي، چې دا کار امریکا له ګواښ سره مخامخوي.

نوموړی زیاتوي، پولې باید تر هغو پورې تړلې پاتې شي"چې د هېواد استازي پوی شي ستونزه چېرې ده".

سپینې ماڼۍ د یوې ویناپاڼې په مټ د ښاغلي ټرامپ څرګندونې غندلې دي او هغه یې "د امریکايي ټولنې د ارزښتونو او د ملي امنیت خلاف" ګڼلې دي.

تېره اونۍ یوه مسلمان سړي او مېرمن یې د کلیفورنیا په سوېل کې په ډزو ۱۴ کسان ووژل.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش آرنسټ ویلي، ټرامپ "هڅه کوي له تیاره اړخونو په ګټې اخیستو او د خلکو له دریځونو په استفادې د خپل ټاکنیز کمپاین په ګټه کار وکړي".

ټرامپ وايي، له امریکا سره د مکسیکو پر پوله باید یو مانع جوړ کړای شي.

دی وايي، په امریکا کې باید پر موجودو مسلمانانو او د هغوی پر جوماتونو څارنه ډېره شي او د مسلمانانو د ثبت توکبنسټ (ډېټابېس) جوړ کړای شي.

د جمهوریت غوښتونکو یوه بل کاندید بین کارسن د ټرامپ له څرګندونو څو ساعته وروسته د هغه خبرې رد کړې دي خو وايي امریکا ته باید ټول راتلونکي خلک ثبت او دلته د پاتې کېدو پر مهال وڅارل شي.

خو د کارسن ویاند ويلي "موږ د دین پربنسټ د هېڅ راز توپیرپالنې پلویان نه یو".

د امریکا مشرانو جرګې غړي او ولسمشرۍ ته د جمهوریت غوښتونکو یوه بل کاندید لینډزي ګرېهام ټول هڅولي چې د ډونالډ ټرامپ څرګندونې وغندي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دوو مسلمانانو تېره اونۍ د کلیفورنیا د روغتی اپالنې پر یوه مرکز برید وکړ

خو د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن بیا ویلي، د ټرامپ طرح "کرکه پاروونکې، وېش راوړونکې او له تعصبه ډکه" ده.

د امریکا د اسلامي اړیکو د شورا اجرایوي مشر نهاد عواد ویلي، ټرامپ "ډېر ناوړه خبره کړې، چې په هېواد کې مشرۍ ته له کاندید کس سره دا ډول خبرې نه ښايي. دا یو ډېر ټیټ او نا امریکايي عمل دی. ډونالډ ټرامپ ددې پرتله چې د یوه لوی ولس مشر دې شي، د یوې جنایت کارې ډلې مشري ورسره ښايي".

ورته مطالب