څارویو ته د انټي بیوټک درملو ورکړه انساني روغتیا ته خطرناکه چاره

Image caption چین کې دا وروستیو کې څارویو ته د دغه ډول درملو له کچې ډېرې ورکړې له کبله د رامنځته کېدونکو زیانونو په اړه خبرداری خپور شوی

یوه څېړنیز رپوټ کې د چرګانو او څارویو له پالونکو غوښتل شوي دي، چې حیواناتو ته لږ تر لږه انټي بیوټک درمل ورکړي، ځکه وايي دې سره د انسانانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخامخ کېدای شي.

رپوټ ک ویل شوي د یاد درمل پریمانه کارول د دې سبب شوي، چې یو شمېر خوړینتوبونه نژدې لا علاجه شوي دي.

د ریویو ان انټي مایکروبيئل ریسسټانس، په وینا د انټي بیوټک درملو کارولو لپاره باید یوه کچه و ټاکله شي، ځکه وايي نړۍ کې له نیمايي ډېر دغه درمل څارویو ته د هغوی د نسل ډېرېدو په موخه ورکول کېږي.

چین کې دا وروستیو کې څارویو ته د دغه ډول درملو له کچې ډېرې ورکړې له کبله د رامنځته کېدونکو زیانونو په اړه خبرداری خپور شوی.

چینايي ساینسپوهانو د کولسټن په څېر انټي بیوټک درملو خلاف د مدافعت لرونکو جراثیمو له پېژندلو وروسته ویلي' نړۍ مابعد انټي بیوټک دور ته ننوځي '

د انځور حقوق bbc getty
Image caption نړۍ کې تر نیمايي ډېر انټي بیوټک درمل د چرګانو او څارویو د نسلي ودې لپاره کارول کېږي

کولسټن نومي درمل هغه مهال کارول کېږي، چې نور ټول درمل نابریالي ثابت شي.

کله نا کله څارویو ته د خوړینتوب درملنې لپاره انټي بیوټک درمل ورکول کېږي، خو ډېری مهال دغه درمل د ناروغیو مخنیوي لپاره احتیاطاً کارول کېږي، یا هم په ناندریز ډول د وزن زیاتوالي لپاره ورکول کېږي.

اروپايي اتحادیې له ۲۰۰۶ کال راهیسې څارویو ته د وزن زیاتولو او یا چټکې ودې لپاره د انټي بیوټک درمل پر ورکړې بندیز لګولی.

رپوټ کې ویل شوي که په نړۍ کې د انټي بیوټک درملو کارولو اوسنۍ کچه پر ځای پاتې شي، له ۲۰۳۰ وروسته به یې کچه ۶۷ سلنه ډېره شي.

یوازې د امریکا متحدو ایالتونو کې ناروغانو ته ۳۴۰۰ ټنه انټي بیوټک درمل ورکول کېږي او ۸۹۰۰ ټنه دغه ډول درمل څارویو ته ورکول کېږي.

د دغه رپوټ څارونکی او اقتصادي ماهر جیم اونیل وايي ۲۰۵۰ پورې به هر کال کې لس میلیونه کسان یوازې له درملو سره مدافعت لرونکو ویروسونو له کبله مري.

د نوموړي په وینا د یوه کیلو وزن څاروي لپاره ۵۰ ملي ګرامه انټي بیوټک کچه معقوله ده او وايي په نړۍ کې د خنزیر تر ټولو ډېره غوښه صادرونکی هېواد ډنمارک دغه هدف ته رسېدلی دی.