روسيې له سمندره د 'اسلامي دولت' مرکزونه ويشتلي

Image caption روسیه د سپتمبر میاشتې له وروستیو په سوریې کې د ولسمشر بشارالاسد د ملاتړ لپاره هوايي بمباري کوي

روسیه وايي، په لومړي ځل یې په مدیترانې سمندر کې له یوه اوبتله په سوریې کې د اسلامي دولت ډلې هدفونه په توغندیو ویشتلي دي.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، دا د هغو هوايي بریدونو د څپې برخه ده، چې د اسلامي دولت ډلې په مرکز رقه ښار کې د وسلو زېرمتونونه او د بمونو د جوړولو یوه کارخونه په کې وېشتل شوي دي.

نوموړي ویلي روسیې امریکا او اسرایلو ته له وړاندې خبر ورکړی و، چې له یوه اوبتله د توغندیو برید کوي.

روسیه د سپتمبر میاشتې له وروستیو په سوریې کې د ولسمشر بشارالاسد د ملاتړ لپاره هوايي بمباري کوي.

د امريکا په مشرۍ ايتلاف وايي روسيه په ټوله کې يوازې اسلامي دولت ډله نه په نښه کوي، بلکې د سوري حکومت مخالفين هم په نښه کوي.

روسيې دا تورونه رد کړي دي. مسکو وايي ټول اورپکي په نښه کوي.

د سوريې يو شمېر مدني فعالين وايي روسيه ځينې وختونه پر ولسي خلکو او د لويديځ له ملاتړه برخمنو ډلو هوايي بريدونه کوي.

د سوريې شمالي ښار رقه د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې ده او خپل مرکز يې بولي.

ورته مطالب