د حکومت مخالف وسله وال د سوريې حمص ښار پرېږدي

د انځور حقوق Reuters
Image caption حمص چې د سوريې درېيم لوی ښار ګڼل کېږي د حکومت پرضد د وسله والو تر ټولو لومړی مرکز و

د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د بشار اسد او مخالفو وسله والو تر منځ په حمص ښار کې اوربند لاسليک شوی.

له اوربند وروسته د حکومت مخالفې ډلې له دغه ښاره وځي.

د چهارشنبې ورځ (۸ ډسمبر) د سوريي لپاره د بشري حقونو د څار ډلې ويلي، د دې هېواد د ولسمشر بشار اسد مخالفين له حمص ښار څخه ادلب او حما ته حرکت کړی. وسله مخالفين د دغو دو دواړو ښارونو ځېنې برخې تر ولکې لاندې لري.

تېر کال هم دې ته ورته يوه تړون کې د سوريې مخالف وسله وال د حمص ښار له يوې پخوانۍ سيمې وتلي چې بيا حکومتي ځواکونه په کې ځای پرځای شوي وو.

له دغې سيمې د وسله والو وتل د ملګرو ملتونو په منځګريتوب د يوه اوربند له مخې ترسه کېږي.

يوه دولتي سرچينه وايي د چهارشنبې ورځې تر پایه به شاوخوا درې سوه وسله وال او يو شمېر سيمه ييز اوسېدونکي له سيمې ووځي.

د دغې تړون له مخې د مرستو رسولو ډلې به په حمص ښار کې خوراکي او د اړتيا وړ توکي و وېشي. ملګري ملتونه وايي تېر يو کال دغې سيمې ته بشري مرستي نه دي رسېدلي دي.

له دې وړاندې د سوريې حکومت ويلي وو چې د تړون له مخې به د حکومت ۳۵ مخالفين له بنده ازادوي.

دغه تړون د دواړو غاړو تر منځ د دوو کلنو هڅو وروسته شوی.

حمص چې د سوريې درېيم لوی ښار ګڼل کېږي د حکومت پرضد د وسله والو تر ټولو لومړی مرکز و، ځکه ورته د حکومت ضد وسله والو، د پيدا کېدو ځای ويل کېږي.

په سوريه کې له جګړې وړاندې د نوموړي ښار نفوس يو نيم ميليون ته رسېده چې د جغرافيايي او اقتصادي پلوه د حکومت لپاره مهم ښار بلل کېږي.