استراليا کې دوه کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي

د انځور حقوق New South Wales Police
Image caption فدرالي پوليس وايي دغو کسانو نيت درلود چې په استراليا کې يو ترهګريز بريد ترسره کړي

پوليسو د استراليا په سدني کې دوه کسان چې عمرونه يې د ۱۵ او ۲۰ کالو دي د ترهګرۍ ضد عملياتو پر مهال نيولي دي.

فدرالي پوليس وايي دغو کسانو نيت درلود چې په استراليا کې يو ترهګريز بريد ترسره کړي.

د دوی نيونې ته له هغې دسيسې سره تړاو ورکړای شوی، چې په پايله کې يې تېر کال د اپلېبای عملياتو کې چاودېدونکي توکي ونيول شول.

دغه عمليات د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر مياشت کې له هغو راپورونو وروسته د ملي امنيت له لوري ترسره شول چې په کې ويل شوي سخت دريځه اسلامپالي په استراليا کې د غير هدفي وژنو نيت لري.

د استراليا لومړي وزير ټوني ابټ هغه مهال ويلي و، چې په استراليا کې د اسلامي دولت ډلې د جنګيالو يوه مشر د عامو خلکو د سرونو پرې کولو په ګډون د يوې وژونکې مظاهرې غوښتنه کړې وه.

د ترهګريزو پېښو نوملړ

۱۱ اګست ۲۰۱۴: داسې تصويرونه راڅرګند شول چې د استراليا يو ځوان هلک په سوريه کې جګړه کوي او د يوه سرتيري غوڅ شوی سر يې په لاس کې نيولی دی.

۲۷ اګست ۲۰۱۴: د استراليا په هوايي ډګرونو کې د ترهګرۍ ضد نوي ټولي ځای پر ځای شول چې له وسلوالو ډلو سره د استراليايي وګړو د يو ځای کېدو مخه ونيسي.

۱۴ سپټمبر ۲۰۱۴: لومړي وزير ټوني ابټ ژمنه وکړه چې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړې ته به ۶۰۰ سرتيري استوي.

۱۸ سپټمبر ۲۰۱۴: استراليا د ترهګرۍ ضد عملياتو په لړ کې په يو شمېر مشکوکو ځايونو چاپې ووهلې. د استراليا لومړي وزير وروسته وويل ځينو کسانو د عامه خلکو د وژنې هوډ درلود.

۱۵ ډسمبر ۲۰۱۴: يوه وسلوال کس چې په اصل کې د ايران تبه و د سدني په يوه رستوارنت کې ۱۷ کسان يرغمل کړل. دغه بريد د ده او دوو نورو کسانو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

۰۲ اپريل ۲۰۱۵: بريتانوي پوليسو يو ۱۴ کلن هلک د يوې ادعا شوې دسيسې په تور ونيو، چې هڅه يې کوله په استراليا کې د ياد په مراسمو بريد وکړي.

۰۷ اکتوبر ۲۰۱۵: پوليسو څلور کسان په سدني کې د يوه بل پوليس د وژنې په تور ونيول.

ورته مطالب