محکمې د باليووډ ستوري سلمان خان ته برائت ورکړ

Image caption لومړنۍ محکمې سلمان خان ته د سهوآ قتل له امله د پنځو کلونو سزا ورکړې وه

د هند د ممبۍ عالي محکمې د باليووډ وتلي ستوري سلمان خان ته د سهوآ قتل په هغې قضيې کې برائت ورکړی چې پرې تور و په موټر يې يو کس وژلی دی.

مخکې يوې ابتدايي محکمې سلمان خان د سهوآ قتل په تور په پنځه کاله بند محکوم کړی و.

د ممبۍ عالي محکمه وايي د قضيې د څېړلو پر مهال چې په کوم ډول شواهد وړاندې شول د هغو له مخې سلمان خان پړ نه پېژندل کېږي.

قاضي دا څرګندونې د خپلې وروستۍ پرېکړې له اورولو مخکې کې وکړې او د اخري فیصلې اعلانولو لپاره يې سلمان خان محکمې ته ور وغوښت.

عالي محکمې ويلي په هغه ډول چې مخکنۍ محکمې د شواهدو پر بنسټ فیصله اورولې قانون ته په کې پام نه و شوی او ثبوتونه په ناسم ډول وړاندې شوي وو.

د هندي رسنيو د راپورونو پر بنسټ هغه مهال چې سلمان خان محکمې ته ورسېد قاضي اې آر جوشي د هغه د برائت فيصله اعلان کړه.

د معلوماتو له مخې د محکمې د پرېکړې د اعلان پر مهال د سلمان خان ځينې نژدې خپلوان او ملګري هم محکمې ته رسېدلي وو.

Image caption سلمان خان ادعا کوله چې د پېښې پر مهال يې موټر نه چلوه

پر سلمان خان تور و، چې د ۲۰۰۲ کال د سپټمبر پر ۲۸مه يې د شپې مهال د نشې په حالت په ممبۍ کې خپل موټر په هغو کسانو ور وستلی چې د سړک پر غاړه په پياده رو کې ويده وو.

په دغه پېښه کې د نورالله خان په نوم يو ۳۸ کلن سړی ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.

سلمان خان ادعا کوله چې د پېښې پر مهال يې موټر نه چلوه، خو د ځايي محکمې يوه قاضي ويلي و، چې پر خان د سهوآ قتل تور ثابت شوی دی.

دغې محکمې ويلي و، چې سلمان خان د نشې په حالت کې موټر چلوه او د هغه پر وړاندې ټول تورونه ثابت شوي دي.

دغو ثبوتونو ته په کتو سلمان خان ته د پنځو کلونو بند سزا ورکړای شوې وه.

ورته مطالب