بریدګر له خپلمنځي لیدو مخکې سخت دریځۍ ته لیوال وو

د انځور حقوق
Image caption تاشفین ملک امریکا متحدو ایالتونو ته ۲۰۱۴ کال کې د کوژدنې په ویزې سفر کړی و او سید رضوان فاروق سره یې چې د امریکا تابعیت یې درلود یوه میاشت وروسته واده کړی و

د امریکا څېړنیزه اداره ایف بي ای وايي، د دغه هېواد په سان برناردینو ښار کې برید کونکي مېړه ښځې له یوه بل سره له لیدو مخکې د سخت دریځۍ لور ته تمایل درلود.

د یادې ادارې مشر جیمز کومې په خبره تاشفین ملک او میړه یې سیدرضوان فاروق ۲۰۱۳ کال کې د جوړوخپل منځي خبرو اترو ویبپاڼې له لارې د جهاد او شهادت په اړه خبرې کړې وې.

ایف بي ای مني، چې دغه جوړه له نړیوالو ترهګرو سازمانونو متاثر وو، خو وايي لا هم څېړنه روانه ده.

د کالیفورنیا په سان برناردینو ښار کې دغه برید د امریکا متحدو ایالتونو کې د سپتامبر نهمې له بریدو را وروسته تر ټولو خونړی برید بلل کېږي، چې ۱۴ کسان پکې ووژل شول.

پولیسو له دغه بریده وروسته دواړه میړه ښځه بریدکونکي ووژل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د جیمز کومې په خبره څېړنه ښيي، چې دوی له انلاین خبرو اترو مخکې سخت دریځي شوي وو

د چهارشنبې په ورځ د امریکا سنا مجلس په غونډه کې جیمز کومې دغه جوړه ' پر خپله خاوره راپورته شوي خونړي سخت دریځي 'وبلل.

له دې مخکې د ایف بي ای یوه چارواکي ویلي و، چې داسې ثبوتونه یې نه دي موندلي، چې ګواکې دغه برید له هېواده بهر پلان شوی و.

د جیمز کومې په خبره څېړنه ښيي، چې 'دوی له انلاین خبرو اترو مخکې سخت دریځي شوي وو.'

نوموړي دې لړ کې له کوژدې مخکې د دوی خپل منځي خبرو یادونه وکړه.

تاشفین ملک امریکا متحدو ایالتونو ته ۲۰۱۴ کال کې د کوژدنې په ویزې سفر کړی و او سید رضوان فاروق سره یې چې د امریکا تابعیت یې درلود یوه میاشت وروسته واده کړی و.

واشنګټن کې د بي بي سي خبریال جیمز اوبراین وايي، دغه موندنه مهمه ده، ځکه وايي مخکې داسې فکر کېده، چې تاشفین ملک خپل میړه سخت دریځۍ ته لیوال کړی و.

د ایف بي ای مشر وايي، دوی د څېړنو دایره پراخه کړې ده او د برید لپاره د ' مرستندویانو او وسایلو چمتو کونکو ' معلومولو لپاره هلې ځلې کوي.