د سوريې يوه مېرمن اوو بچو سره اروپا ته د رسېدو هڅې پرمهال بحر کې ډوبه شوې

د سوريې يوه مېرمن خپلو اوو کوچنيانو سره يوځاى اروپاته د رسېدو په هڅې کې اوبو کې ډوبه شوې ده.

دې کورنۍ هڅه کوله چې له ترکيې څخه يونان ته واوړي چې د ابجه د بحر اوبو کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د کورنۍ څخه چې يواځې يوتن ژوندى پاتې شوى دى، هغه د کوچنيانو پلار دى. ده بي بي سي ته ويلي دي چې دوى د اسلامي دولت په نوم ډلې څخه تښتېدلي وو.

ده د خپل ددې تاوان پړه په انساني قاچاق وړونکو اچولې ده او له نورو هغه کسانو چې دې سفر ته غاړه ږدي غوښتي دي " سره ددې چې سوريه کې کورنۍ جگړه روانه ده بايد خلک خپل هېواد کې پاتې شي او د دوى په څير دا خطر په ځان و نه مني". د ملگرو ملتو د کډوالو اداره وايي چې روان کال کې له اوه نيم لکو زيات کډوال د پناه غوښتنې لپاره يونان ته داخل شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption روان کال کې په لکونو کډوالو اروپا ته د تللو هڅه کړې ده چې ډيره برخه يې د سوريې وگړي دي

ددې نه علاوه د سوريې ١٢ زره وگړي اردن سره د سوريې په گډه پوله ايسار پاتې دي. ملگرو ملتو د اردن له حکومته غوښتي دي چې داکسان ومني په ځانگړې توگه کوچنيانو، مېرمنو او عمر خوړلو وگړو ته لومړيتوب ورکړي.