اپوزېسيون د اسد حکومت سره خبرو ته تګلاره جوړه کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption نړيوال قدرتونه غواړي په سوريه کې روانې څلور نيم کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي

د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د سوريې مخالف سياستوال او ياغيان پر يوې داسې هوکړې سلا شوي چې د سوريې د سولې خبرو اډانه جوړوي.

د رويترز خبري اژانس ويلي په نوې هوکړه کې چې د يوې اعلاميې په بڼه جوړه شوې د داسې يوه نوي حکومت د جوړېدو غوښتنه شوې چې ټولې خواوې په کې وي.

دوی دغه راز ټينګار کړی چې ولسمشر بشار الاسد او د هغه ملګري به په انتقالي دوره کې هېڅ رول نه شي لوبولی.

په دې اړه ضد او نقيض راپورونه دي چې د ياغيانو پياوړې ډلې احرار الشام دغه اعلاميه لاسليک کړې که نه.

خو رويترز خبري اژانس ويلي دغې ډلې د دوه ورځنيو خبرو په پای کې دغه اعلاميه لاسليک کړې ده.

نړيوال قوتونه هڅه کوي د وېشلي اپوزېسيون استازو او ولسمشر بشار الاسد حکومت ترمنځ سياسي جوړجاړی رامنځته کړي.

دوی غواړي چې په سوريه کې روانې څلور نيم کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

اپوزيسيون ډلو لا له وړاندې غوښتي وو، مخکې له دې چې د سولې په تړاو هر ډول خبرې وشي، اسد بايد واک پرېږدي.

خو په تازه اعلاميه کې ويل شوي، تر هغې چې انتقالي حکومت جوړېږي ښاغلی اسد کولای شي په حکومت کې پاتې شي.

ورته مطالب