"ترکمنستان څخه دغازو نل ليکې خونديتوب لپاره به په افغان طالبانو خپل اغيز کاروو"

پاکستان ويلي دي چې ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د غازو د نل ليکې پروژې خوندي کولو لپاره به د پاکستان حکومت په طالبانو له خپل اغيز څخه کار اخلي.

ټاپي په نوم دې پروژې باندې به د دسمبر په ١٣ مه نېټه کار پيليږي او ټاکل شوې ده چې په دې مناسبت به د افغانستان، پاکستان اوهندوستان مشران په دې اړه ترکمنستان کې جوړېدونکې غونډې کې برخه اخلي.

Image caption ټاکل شوې ده چې د ټاپي پروژه به دوو کالو کې بشپړيږي.

دا نل ليکه ١٧٠٠ متره اوږده ده او ټاکل شوې ده په دوو کالو کې به بشپړيږي.

د پاکستان ددفاع وزير خواجه اصف وايي چې دې پروژې کې شاملو ټولو هېوادو لپاره دا نل ليکه ډيره مهمه ده، چې پاکستان کې د انرژۍ په برخې کې موجود کمي لرې کولو کې مرسته کوى شي.، ده زياته کړه چې له همدې امله پاکستان به په بشپړ ډول هڅه کوي چې دا پروژه وخت سره پوره شي او په ځانگړې توگه افغانستان کې د بې امنيتۍ له امله چې کوم خطرونه متوجه دي هغه لرې شي

په اسلام اباد کې د خبرو پرمهال دې پوښتنې ته چې ايا ددې پروژې خوندي کولولپاره به پاکستان د افغانستان وسله والو ډلو په ځانگړې توگه طالبانو باندې خپل اغيز کاروي د دفاع وزير وويل " هرو مرو به خپل اغيز کاروي، د خپلې گټې لپاره چې څه کوى شي هغه به ترسره کوي".

خواجه اصف وويل دا پروژه افغانستان لپاره هم ډير مهمه ده ځکه نويو افغان لورى به هم ددې مخالفت نه کوي.

ده په ١٩٩٠ لسيزې کې ورته پروژې ته د اشارې پر مهال وويل چې هغه مهال د امريکايي کمپنۍ يونيکال لخوا د د همدا ډول پروژې پلان سره طالبانو مخالفت نه ووکړى او د غازو د نل ليکې خونديتوب يې تضمين کړى وو.

ده زياته کړه اوس هم باور لري چې طالبان به ددې پروژې مخالفت نه کوي ځکه دې پروژې کې د ټولو گټه ده.

په دې پروژې د کار د پيل د بنسټ ډبره به د یکشبنې په ورځ ترکمنستان کې اېښودل کېږي.

Image caption د ټاپي پروژې لومړنۍ موافقه ٢٠١١ کال کې شوې وه.

د ټاپي پروژې اته میلیارد ډالري طرحې هوکړه د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې لاسلیک شوې وه.

د غازو دا نل لیکه به په یوه کال کې ۳۰ میلیارد لیټره غازو لېږدولو وړتیا ولري. له دې پروژې د افغانستان برخه ۲۵ سلنه ده.

تمه کېږي چې دا پروژه په افغانستان کې ۱۲ زره کسانو ته په مستقیمه توګه کار پیدا کړي، خو د افغانستان په ځينو سيمو کې کې ناامني ددې په وړاندې لويې ننګونې بلل کېږي