عراق امنیت شورا ته له ترکیې شکایت کړی

د انځور حقوق AP

عراق د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې سم لاسي د عراق له شماله د ترکي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د عراق سفیر محمد الحکیم په دې سازمان کې د امریکا سفیرې سامانتا پاور ته په استول شوي لیک کې ويلي ''له امنیت شورا غواړو چې ترکیه دې د عراق د ځمکنۍ بشپړتیا له ماتولو پرته سم لاسي له دې خاورې ووځي''.

پاور د امنیت شورا اوسنۍ دوراني مشره ده.

الحکیم دا هم ویلي، چې ''ترکیې د ملګرو ملتونو پر میثاق پښې اېښې دي، او د عراقي دولت قانونمندي یې ماته کړې ده''.

نوموړي په عراقي خاوره کې د ترکي پوځيانو موجودیت یو ''دښمنانه عمل'' ګڼلی، چې وايي هېواد یې ''دا مساله له دیپلوماتیکو لارو چارو او دوه اړخیزو خبرو څېړي، خو دغو هغو ترکیه قانع نه کړای شوه چې له عراقي خاورې خپل ځواکونه وباسي''.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردوان د تېرې جمعې په ورځ وویل، د عراق په غوښتنه به ترکي ځواکونه موصل ښار ته څېرمه له هغې اډې ونه باسي، چې له ''اسلامي دولت'' ډلې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرته ده.

ترکیې د عراق شمال ته تېره اونۍ د جګړې کرښې ته یو پوځي کنډک واستاوه، چې د بغداد نیوکې ورسره ډېرې شوې او د انقرې دا کار یې د عراق د ځمکنۍ بشپړتیا پرضد وباله، خو له ناټو نه یې د مداخلې غوښتنه وکړه.

انقره وايي، هلته یې ځواکونه د نړیوال ماموریت په چوکاټ کې د ''اسلامي دولت'' ډلې پر وړاندې د جګړې لپاره د عراقي ځواکونو د روزونې لپاره استولي دي او غواړي نور ځواکونه هم واستوي.