هند له جاپانه چټک اورګاډي پېري

د انځور حقوق Reuters
Image caption تېره اونۍ د ښاغلي مودي کابينې د شاوخوا ۱۵ ميليارده ډالرو د چټک يا مرمۍ اورګاډي سيستم جوړول اعلان کړي وو

هند پرېکړه کړې چې له جاپانه چټک اورګاډي چې په مرمۍ اورګاډي هم مشهور دي وپېري.

د هند لومړی وزير نريندرا مودي وايي دغه چټک اورګاډي به له ممبی څخه احمداباد ته د اتو ساعتونو لار دوو ته راکمه کړي.

د جاپان لومړی وزير شينزو ابي د هند په سفر تللی و او دغه پرېکړ ډيلي کې د دواړو غاړو تر منځ له درې ورځنيو خبرو وروسته شوې ده.

د اسيا دوهم او دريېم لویو اقتصادي ځواکو مشرانو په نورو برخو کې لکه په دفاعي ټکنالوژۍ او سوله ييز ډول د اتومي انرژي کارولو برخه کې د همکارۍ ژمنې کړې دي.

تېره اونۍ د ښاغلي مودي کابينې د شاوخوا ۱۵ ميليارده ډالرو د چټک يا مرمۍ اورګاډي سيستم جوړول اعلان کړي وو.

دواړه هېوادونه له چين سره د خاورې پر سر کړکېچ لري او د دوی نوې ژمنې کېدای شي د ځينو په اند، سيمه کې د چين د مخ پر زياتېدونکي اغېز لپاره زيان رسوونکي وبلل شي.

د انځور حقوق AFP