د سعودي ښاروالۍ ټاکنو کې د لومړۍ ښځې بریا

د انځور حقوق AP
Image caption ټاکنیز سیالان د ښاروالۍ په شوراګانو کې د ۲۱۰۰ څوکیو لپاره سیالي کوي، خو ۱۰۵۰ نورو څوکیو ته بیا د پاچا په موافقې ټاکل کېږي.

د سعودي عربستان په ټاکنو کې سیمه ییزو شوراګانو ته د لومړی ځل لپاره یوه ښځه د اوو نارینه وو له منځه بریالۍ شوې ده. سالمه العتیبي د مکې سیمې شورا ته بریالۍ شوې ده.

دا د سعودي عربستان په تاریخ کې درېیمې ټاکنې دي، خو لومړی ځل دی چې ښځې پکې ګډون کوي.

له ټول ټال ۵۹۳۸ نوماندانو څخه ۹۷۸ یې ښځې وې.

د سعودي عربستان د رسمي خبري آژانس له قوله ''سالمه بن حزاب العتیبي په مکه سیمه کې د شورا څوکۍ ته کامیابه شوې ده''.

په ټاکنیزو منډو ترړو کې پر ښځو ځینې محدودیتونه لګول شوي وو، نارینه وو ته یې مخامخ ویناوې نه شوای کولی، او ټاکنیزو مرکزونو ته یې موټر هم نه شوای چلولی.

ټاکنیز سیالان د ښاروالۍ په شوراګانو کې د ۲۱۰۰ څوکیو لپاره سیالي کوي، خو ۱۰۵۰ نورو څوکیو ته بیا د پاچا په موافقې ټاکل کېږي.

Image caption له ټول ټال ۵۹۳۸ نوماندانو څخه ۹۷۸ یې ښځې وې.
Image caption په سعودي عربستان کې د ۱۹۶۵ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ موده کې هېڅ ټاکنې نه دي شوې.

په سعودي عربستان کې د ۱۹۶۵ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ موده کې هېڅ ټاکنې نه دي شوې.

د سعودي چارواکو په وینا، ثبت شویو رای اچوونکو کې ۱۳۰ زره ښځې او یو میلیون او ۳۵۰ زره نارینه وو.

العتیبي د مکې سیمه کې د اوو نارینه وو او دوو ښځو په منځ کې بریالۍ شوې ده.

د انځور حقوق AP
Image caption پاچا عبدالله له مړینې مخکې په تېره جنورۍ میاشت کې د هېواد د مشورتي عالي شورا ۳۰ ښځینه غړې وټاکلې.

د سعودي عربستان مړه شوي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز په ټاکنو کې د ښځو د ګډون پرېکړه کړې وه.

نوموړي د اصلاحاتو پرمهال ویلي وو ''په سعودي کې ښځو ثابته کړه چې دوی ښه مشوره او رایه لري''.

پاچا عبدالله له مړینې مخکې په تېره جنورۍ میاشت کې د هېواد د مشورتي عالي شورا ۳۰ ښځینه غړې وټاکلې.

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق AFP

ورته مطالب