بريتانيا کې د ناقانونه ښوونځيو مالکان زنداني کېږي

د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption د زده کړو وزير نيکي مورګين ويلي هغو کسانو ته به نژدې يو کال سزا ورکړای شي چې په ناقانونه توګه يې ښوونځي جوړ کړي دي

د بريتانيا د زده کړو وزير نيکي مورګين ويلي د هغو ښوونځيو مالکان به جريمه او زنداني کړي، چې ښوونځي يې قانوني اسناد نه لري.

په بريتانيا کې د ښوونځيو د څارنې ادارې په خبره له دې دا ثابتېږي، چې د برمنګم کې په درېو نسبتآ بېوزلو سيمو کې دا ډول ښوونځي شته.

دوی وايي اوس يې دغه درې ځايونه تړلي دي.

د زده کړو وزير نيکي مورګين ويلي هغو کسانو ته به نژدې يو کال سزا ورکړای شي چې په ناقانونه توګه يې ښوونځي جوړ کړي دي.

د زده کړو د برخې وزيران پر دې هم سلا مشورې کوي هغو کسانو ته هم بايد همدا سزا وي، چې له شپږو او اتو ساعتونو يې په ښوونځيو کې ډېر وخت ليک لوست کېږي.

په وروستيو مياشتو کې پلټنو ښوولې په هغو سيمو کې چې ډېری اوسېدونکي يې مسلمانان دي ۱۸ غير قانوني ښوونځي يې موندلي دي.

په برمنګم کې کوم ښوونځي چې تړل شوي د هغوی له مالکانو اوس پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

چارواکي وايي له دغو واقعيتونو پرده پورته کول يوازې يو پيل دی او دوی اندېښنه ښيي چې ښايي د دغو ښوونځيو له ماشومانو سره ناوړه چلند وشي او يا هم توندلاري شي.

دوی وايي هر هغه روزنيز مرکز بايد د ښوونځي په توګه ثبت شي چې په اوونۍ کې له ۲۰ ساعتونو ډېر ليک لوست په کې کېږي.

ورته مطالب