د گوانټانامو پخوانى بندي شاکر عامر په لومړي ځل د "شکنجې" په اړه خپله کيسه کوي

د گوانټانامو يوۀ پخواني بندي شاکر عامر په لومړي ځل د هغه "شنکجو" له امله چې د ادعا له مخې دى ورڅخه تېر شوى دى معلومات ورکړي دي.

ښاغلى عامر چې له اره د سعودي وگړى او برتانيا کې هم د اوسېدو قانوني اجازه لري، د اکتوبر په مياشت کې له زندانه تر ازادېدو وروسته په لومړي ځل خپلې مرکې کې بي بي سي ته وويل نه د القاعدې غړی و نه يې جگړو کې برخه اخيستې يواځې د مرستندويه کارونو لپاره افغانستان ته تللى و.

ښاغلی عامر وايي د افغانستان د پخوانۍ شمالي ټلوالې د کسانو د فشار له امله چې له شکنجې خلاص شوى وي په " دروغو منلې وه چې د القاعدې غړى دى". ده زياته کړه "د ګوانتانامو ډېرى بنديان په جګړې کې نه وو نیول شوي. دا نیونې یو کاروبار و، موږ څو ځلې خرڅ شوي یو، دوه اونۍ چې زه له شمالي ټلوالې سره وم، زه به یې بهر راويستلم په

کیبلونو او لرګیو یې وهلم، زه یې تورنولم چې ګواکې موږ یې مشر وژلی دی، پوښتنې یې نه کولې غچ یې اخیسته، موږ ته یې ویل چې تاسو زموږ مشر وژلی موږ تاسو ټول وژنو.

دی زياتوي، که ریښتا خبره وي زه نه پوهېدم چې ورته څه وایم چې زه خو یوازې دوه میاشتې کېږي افغانستان ته راغلی یم، په پای کې پوه شوم چې دوی غواړی له ما یوه خبره واوري او هغه دا چې ګواکې زه د بن لادن او القاعدې سره کار کوم، ما د شنجکې له امله دا خبره وکړه، خو دا خبره ریښتا نه وه".

Image caption شاکر عامر په ٢٠٠١ کال کې افغانستان کې له نېول کېدو وروسته د ٢٠١٥ کال تر اکتوبره گوانټانامو کې بندي وو.

دى د٢٠٠١ کې ل پر افغانستان د امريکا د پوځي يرغل پر مهال د شمالي ټلوالې له لوري نيول شوى او بيا امريکايانو ته سپارل شوى وو.

ښاغلى عامر ادعا کوي چې يو ځل کله چې د بگرام زندان کې و، بيا بيا يې سر پر دېوال وهل کېده او هغه وخت يو برتانوى چارواکى هم موجود وو. د ى وايي " زما سر دیوال سره په درز درز وهل

کېده، زه اتیا نوي سلنه باوري یم چې په دغه وخت کې یو برتانوی افسر هم هلته موجود وو. ځکه چې د هغه د خبرو کولو له طریقې، د هغه له ډېر احتیاطه، له ما لرې کېناستو او ما ته کتلو زه پوه شوم، او بله دا چې یوه ورځ مخکې ما له يوه امريکا يي سره ولېدلو چې ځان يې جان بللو، هغۀ ماته ويلي وو چې د برتانیا له استخباراتو سره کار کوي" .

ښاغلى عامر وايي داسې کوم پلان نه لري چې گوانټانامو کې د زنداني کېدو له کبله د برتانيا د حکومت پرضد قانوني گام واخلي.

د متحده ايالتونو څارگرې ادارې باور لري، چې ښاغلى عامر له اسامه بن لادن سره کار کاوه ، خو ده دا خبره ردکړه " پر ما ټول لگول شوي تورونه بې بنسټه وو، ما ورته وویل که زه د القاعدې غړی یم نو تاسو یې ثابته کړئ، او نړۍ ته يې ښکاره کړئ".

کله چې دى وپوښتل شو چې د نژدې ١٤ کالن بند وروسته خپل کور ته راستون شو ئ احساس مو څه ډول وو؟

ددې ځواب کې ده وويل کور ته په رسېدو يې مېرمنې غېږ ورکړه چې دې ترې د زندان ټول کړاوونه لرې کړل. خو ده له اسويلي ډکې لهجې کې وويل کله يې چې خپل بچيان وليدل، هغوي نه پېژانده، د دې پر ځاى چې هغوي ورته رامنډه کړي ده ورمنډې کړې. دى زياتوي " ماشومانو مې راته کتل او هڅه یې کوله چې وپوهېږي دا سړی څوک دی. خو د هغوی له سترګو نه ما داسې احساس کړه چې هغوی یوه بیګانه سړي ته ګوري".

د شاکر عامر کشرى زوى په هماغه شپو ورځو کې زېږېدلى و چې دى بندي شوى و، دى وايي چې بچيان په قرار به له هغۀ سره بلدېږي.

د انځور حقوق PA
Image caption ښاغلى عامر وايي "بچو مې راته کتل او هڅه یې کوله چې وپوهېږي دا سړی څوک دی. خو د هغوی له سترګو نه ما داسې احساس کړه چې هغوی یو بیګانه سړي ته ګوري".

ښاغلي عامر د افراطيت غندنه وکړه او ټينگار يې په دې و چې د اسلامي سخت دريځۍ د ودې لوى لامل بې انصافي ده، همدې کرکه اوغوسه را پارولې او توندلارو ډلو کې د خلکو شاملېدو او جذبېدو ته يې لاره هواره کړې ده.

په دې مرکې کې شاکرعامر د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه هم غږېدلى او ويلي دي چې له گوانتامو څخه به د ټولو زندانيانو د خوشي کولو لپاره مبارزه کوي. گوانتامو زندان ٢٠٠٢ کال کې پرانيستل شو او د ترهگرۍ په تړاو ٧٥٠ نه زيات کسان په کې په ټوليز ډول بنديان شوي، چې د وخت تېرېدو سره ډېر يې خوشي شوي، خو اوس هم ١٠٧ کسان په دې زندان کې بنديان دي.