لاس انجلس کې د امنيتي ګواښ له امله ښوونځي تړل شوي

د انځور حقوق CBS
Image caption پوليسو له خلکو غوښتي چې خپل ماشومان ښوونځو ته وا نه ستوي

د امریکا لاس انجلس ښار کې د نامعلوم امنيتي ګواښ له امله په دغه سيمه کې ټول ښوونځي تړل شوي دي.

ويل کېږي د دغې ګواښ له امله په نوموړي ښار کې له زرو زيات ښوونځي چې نژدې ۷۰ زره زده کوونکي په کې په زده ګړو بوخت دي تړل شوي.

پوليس وايي د برېښنا سيستم کې د خطر په اړه ورته خبر رسېدلی او اوس ټول ښوونځي کتل کېږي.

د نيويارک پولیس هم وايي دې ته ورته خطر په اړه يې خبر ترلاسه کړی، خو مهم يې نه ګڼي.

د لاس انجلس پوليسو وياند منلې چې د نوموړې سيمې ښوونځيو ته له نيويارک وروسته ګواښ شوی دی.

پوليسو د دې ګواښ د ډول او کره والي په اړه څه نه دي ويلي.

يوه ځايي پوليس چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي د اسوشيټېډ پريس خبري اژانس ته ويلي، دغه ګواښ د برېښناليک له لارې د لاس انجلس د ښوونځيو د ټولنې مشرې ته لېږل شوی. دی وايي داسې ښکاري چې برېښناليک له بهره استول شوی دی.

د لاس انجلس د ښوونځيو موټر چې زده کوونکي په کې سپاره وو، ښوونځيو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

نننۍ ګواښ د لاس انجلس لوېديځ کې د دوو تنو له خوا د ۱۴ کسانو له وژل کېدو دوه اوونۍ وروسته رامنځ ته شوی دی.