افغانستان کې تښتېدلی امریکايی پوځي له پوځي محاکمې سره مخامخ

د انځور حقوق AP
Image caption بوبرګدال د افغانستان پکتیکا ولایت کې له خپلې پوستې وتښتید او وروسته د طالبانو لاس ته ولوید

د امریکا پوځ وايي هغه امریکايی پوځي، چې تر پنځو کلونو پورې طالبانو نیولی و، له پوځ نه د منحرف کېدو په شمول د یو شمېر تورونو له کبله په پوځي محکمه کې محاکمه کېږي.

دغه پرېکړه د پوځي محکمې قاضي جنرال رابرټ ابرامز د هغه وړاندیز په ردولو سره کړې، چې د ډلګي مشر بوبرګدال محاکمه دې په لږ سزا ورکونکې محکمه کې وشي.

که په عامه پوځي محکمه کې بوبرګدال مجرم ثابت شي، ښايي د ټول عمر په زندان سزا محکوم شي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د سخت مسولیت له کبله له پوځ نه د تېښتې او د دښمن پر وړاندې د ناسم چلند له کبله د خپلو ملګرو ژوند له خطر سره مخامخ کېدو په څېر تورونه دي، چې له کبله به یې بوبرګدال محاکمه کېږي.

خو د نوموړي وکیل یوجین فېډل وايي هیله کوي، چې محاکمه به دغه لور ته نه ځي.

د انځور حقوق AP
Image caption د برګدال په وینا د خپلې ډلګۍ د قومندان پام جلبولو لپاره تښتېدلی و

هغه له اې ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، هغه تورونه چې پر بوبرګدال لګیدلي له هغو ثبوتونو سره سمون نه لري، چې په لومړنۍ محاکمه کې وړاندې شوي وو.

اکتوبر میاشتې کې پوځي محکمې د بوبرګدال لومړنۍ محاکمې پر مهال وړاندیز کړی و، چې نوموړی باید د لوړ کچ پوځي محکمې پر ځای د ټيټې درجې پوځي جرمونو محکمې ته وړاندې شي.

بوبرګدال پروسږ کال طالبانو د بندیانو تبادلې لړ کې خوشی کړ.

نوموړی ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان پکتیکا ولایت کې له خپلې پوستې وتښتید او وروسته د طالبانو لاس ته ولوید.

د بو برګدال خوشي کېدو بدل کې امریکا له ګوانتامو بې زندانه پنځه لوړ پوړي طالب مشران خوشي کړل.

د روانې میاشتې لومړیو کې نوموړي وویل، چې د خپلې ډلګۍ د قومندان پام جلبولو لپاره له اډې تښتېدلی و.