سعودي: يمن کې د اوربند له تړونه سرغړونې شوې

د انځور حقوق EPA
Image caption د ملګرو ملتونو په مشرۍ يمن کې د حکومت او ياغيانو تر منځ اووه ورځنی اوربند پيل شوی

يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف وايي له حوثي ياغيانو سره د اوربند پرېکړه هر وخت ماتېدلی شي.

دغه ايتلاف وايي له اوربند وروسته ۱۵۰ ځله له دغه تړونه سرغړونه شوې ده، "ملګري ملتونه بايد ياغيانو ته ووايي چې زغم هم اندازه لري."

د ملګرو ملتونو په مشرۍ يمن کې د حکومت او ياغيانو تر منځ اووه ورځنی اوربند د سې شنبې پر ورځ پیل شوی و.

د سعودي عربستان دغه خبرې د دواړو غاړو تر منځ د يو شمېر بنديانو له تبادله کولو وروسته راځي چې په دې هېواد کې د سولې خبرو د پيل په لار کې يو ښه ګام بلل کېده.

د رويټرز خبري اژانس ته يمني چارواکو ویلي، چې د د وی او حوثي ياغيان تر منځ سلګونه بنديان تبادله شوي دي.

ملګري ملتونه هم پر دواړو غاړو زور راوړي چې په سويس کې د سولې خبرو پر مهال بنديان تبادله کړي.

په يمن کې د جګړې له امله له مارچ مياشتې راهيسې ۵۸۷۰ کسان وژل شوي، چې ډېری يې ولسي وګړي دي.

روان کال مارچ کې د سعودي عربستان پر مشرۍ يو پوځي ايتلاف جوړ شو، چې مقصد يې د عبدربه منصور هادي بېرته واک ته رسول او د حوثي یاغيانو په شاتګ و.

له دې وړاندې هم څو ځله په يمن کې د اوربند لپاره هڅې شوې وې، خو دغه هڅې نه وې کاميابې او دواړو غاړو يو بل د اوربند پر ماتولو تورن کاوه.

حوثي ياغيان تېر کال د يمن پلازمېنې صنعا په ګډون پر ځينو برخو واکمن شول، خو سعودي وايي ايران يمن کې د حوثي ياغيانو ملاتړ کوي.

ورته مطالب