کلنټن: له مشر سره تعصب او ګواښ نه ښايي

د انځور حقوق re
Image caption کلنټن دا څرګندونې په منیسوتا ایالت کې خپلو مینه والو ته د ټاکنیز کمپاین پرمهال کړې دي.

د امریکا راتلونکي کال ولسمشریزو ټاکنو ته له دیموکرات ګوند نه ولاړه هیلري کلنټن د جمهوري ګوند د کاندیدانو پر طرحو کلک نیوکه کړې ده.

دا وایي، ''د امریکا ولسمشر ته نه ښايي چې تعصب او ګواښ وکړي''.

کلنټن دا څرګندونې په منیسوتا ایالت کې خپلو مینه والو ته د ټاکنیز کمپاین پرمهال کړې دي.

دا وايي، د کلیفورنیا ایالت په سان برناردینو ښار کې د وروستي برید په څېر د امریکایانو له لوري بریدونو ته اشاره وکړه، چې لږترلږه ۱۴ کسان پکې ووژل شول.

کلنټن د جمهوري غوښتونکي ګوند د ولسمشرۍ له پنځو کاندیدانو سره پنځمه تلوېزیوني مناظره وکړه، چې تر ډېره پکې د ''اسلامي دولت'' په نامه ډلې پرضد د تګلارو روښانولو لپاره وه.

نوموړې وویل، د امریکا ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ کې باید د امریکا د ننه او بهر منځلاري مسلمانان دښمنان ونه ګڼل شي، ځکه چې په وینا یې هغوی په دې مبارزه کې د امریکا ملګري ګرځېدلی شي.

هغې د جمهوري ګوند سیالانو ته په نیوکې وویل ''سطحي شعارونه ستراتیژي نه شي جوړولی''.

نوموړې د جمهوري ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ هغې غوښتنې ته په اشارې سره، چې ویلي یې وو مسلمانان دې امریکا ته له ننوتلو منع شي، وویل، دا ''ښکاره تعصب'' دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption نوموړې د جمهوري ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ هغې غوښتنې ته په اشارې سره، چې ویلي یې وو مسلمانان دې امریکا ته له ننوتلو منع شي، وویل، دا ''ښکاره تعصب'' دی.

کلنټن وویل، امریکا باید پر ترهګرو لا ډېر بریدونه وکړي، او د کمپیوټري کارپوهانو په مټ باید په ټولنیزو رسنیو کې سخت دریځي په نښه کړي.

ورته مطالب