ملالې یوسفزۍ د ډونالډ ټرمپ غوښتنه غندلې

د انځور حقوق AP
Image caption ترهګرۍ ته د ماتې ورکولو لپاره او د کرکجنو فکرونو له منځه وړلو لپاره باید په نړیواله کچه معیاري تعلیم عام شي ملاله یوسفزۍ

ملالې یوسفزۍ د امریکا ولسمشرۍ کاندید کېدو ته د هیله مند ډونالډ ټرمپ هغه غوښتنه غندلې، چې وايي امریکا ته دې د مسلمانانو پر ورتګ بندیز ولګول شي.

نوبل جایزه ګټونکې ملاله وايي، د ټرمپ څرګندونې له ' کرکې ډکې ' دي او وايي پر مسلمانانو د هغه له لوري د ترهګرۍ تورونه پورې کول به یوازې ' ترهګر نور سخت دریځي ' کړي.

هغې په پېښور کې پر یوه ښوونځي د طالبانو برید یوه کال بشپړیدو غونډې ته وینا کې دغه څرګندونې کړې.

۲۰۱۲ کال ملاله خپله هم وسله والو طالبانو په ډزو ویشتلې وه. د پېښور پر ښوونځي د هغه برید کال بشپړیدو په تړاو د پاکستان ځینو سیمو کې ښوونځي او پوهنځي تړلي دي.

ښاغلي ټرمپ ویلي و د سان برناندینو وژنو له پېښې وروسته امریکا سره د مسلمانانو د رویې په تړاو د چارواکو له لوري د بشپړو معلوماتو تر لاسه کولو تر مهاله باید متحدو ایالتونو ته د مسلمانانو پر ورتګ بندیز ولګول شي.

د نوموړي پر دغو څرګندونو د جمهوریت غوښتونکو په ګډون امریکا کې ډېرو نیوکې وکړې.

د انځور حقوق Getty
Image caption که هدف مو د ترهګرۍ مخنیوی وي، پر ټولو مسلمانانو تورونه مه پورې کوئ، ځکه دې سره د ترهګرۍ مخه نه نیوله کېږي ملاله یوسفزۍ

برمنګهم کې د غونډې پر مهال ملالې اي ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې وویل:

''دا ډېره د خواشینۍ خبره ده، چې انسان داسې څرګندونې واوري، چې له کرکې ډکې وي او له نورو سره د تبعیض پر بنسټ ولاړې وي.''

د خبریالانو اتحادیې د ملالې له قوله دا هم ویلي، چې دغه ډول څرګندونې به نور ترهګر سخت دریځي کړي او له رسنیو او سیاستوالو یې د لا احتیاط غوښتنه کړې:

'' که هدف مو د ترهګرۍ مخنیوی وي، پر ټولو مسلمانانو تورونه مه پورې کوئ، ځکه دې سره د ترهګرۍ مخه نه نیوله کېږي.''

ملالې خپله هغه غوښتنه یو ځل بیا تکرار کړه، چې وايي، ترهګرۍ ته د ماتې ورکولو لپاره او د کرکجنو فکرونو له منځه وړلو لپاره باید په نړیواله کچه معیاري تعلیم عام شي.

غونډې ته د یوه ۱۶ کلن هلک په ګډون، چې د پېښور ښوونځي برید کې یې کشر ورور وژل شوی و، ځینو نورو ګډونوالو هم ویناوې وکړې.

پېښور کې د بي بي سي خبریاله شایمه خلیل وايي، سږ کال په ښار کې د امنیت له پلوه سخت و، ځکه وايي د ښوونځي زده کونکو مېندو پلرونو سره لا هم د ورته بریدونو اندېښنې شته.