پر تايوان د امريکايي وسلو پلور چين خوابدی کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption تايوان په دفاعي برخه کې د واشنګټن د همکارۍ هرکلی کړی دی

چين وروسته له هغه د امريکا يو لوړپوړی استازی احضار کړ چې واشنګټن اعلان وکړ پر تايوان دوه جنګي بېړۍ پلوري.

د څه باندې ۱٫۸ ميليارد ډالرو په ارزښت د وسلو دغه تړون داسې مهال کېږي چې د چين په جنوبي سمندر کې د چين له لوري د نويو ټاپوګانو جوړولو پر سر ناندريو زور اخيستی دی.

تايوان په دفاعي برخه کې د واشنګټن د همکارۍ هرکلی کړی دی.

په دغو وسلو کې دوه امريکايي سمندري بېړۍ، د ټانک ضد توغندي، د وچې او اوبو زغروال ګاډي او له ځمکې هوا ته ويشتل کېدونکي توغندي شامل دي.

چين په دې اند دی چې تايوان د چين يو بېل شوی ولایت دی او يوه ورځ به بېرته له اصلي خاورې سره يو ځای شي.

د دواړو هېوادونو مشرانو په ۱۹۴۹ کال کې د کورنۍ جګړې راوروسته تېره مياشت د لومړي ځل لپاره وکتل.

که تايوان هڅه وکړي چې خپلواکي واخلي، چين د زور کارولو حق لري.

د چين حکومت له لوري په خپره شوې وينا پاڼه کې ویل شوي چې چينايي چارواکو امريکايي استازي ته په زغرده ويلي چې تايوان د چين ''نه بېلېدونکې'' برخه ده او بېجينګ د امريکا د وسلو پلورل غندي.

په خبر پاڼه کې راغلي: ''دا تړون د چين ځمکنۍ بشپړتيا او امنيتي ګټې زيانمنوي'' او چين به پر ټولو هغو ادارو بنديز ولګوي، چې په دغه تړون کې ښکېلې دي.

د امريکا متحد ايالاتو ويلي دغه تړون پر تايوان د وسلو پلورلو اوږد مهالې پاليسۍ سره همغږی دی.

د بيجينګ او واشنګټن اړيکي د چين په سويل کې د چين له لوري د مصنوعي ټاپوګانو د جوړولو پر سر خړپړ شول.

ورته مطالب