''اروپايي ټولنه د کډوالو د برخليک په اړه غږېږي''

د انځور حقوق AFP
Image caption ملګري ملتونه وايي اروپا ته د تلونکو کډوالو لويه برخه د سوريې، عراق او افغانستان دي

ټاکل شوې په بروکسل کې اروپايي ټولنه د روان کال په وروستۍ غونډه کې د کډوالو موضوع په اړه وغږېږي.

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل او ځیني نور اروپايي مشران د ترکیې له لومړي وزیر احمد داود اوغلو سره پر هغو لارو چارو غږېږي، چې لسګونه زره سوري کډوال بېرته د ترکیې په کمپونو کې مېشت شي.

پر همدې مهال د بښنې نړيوال سازمان امنسټي انټرنشنل نوی راپور ښيي، د ترکيې هېواد يو شمېر پناه غوښتونکي نيولي، بد چلن يې ورسره کړی او د جګړې سيمې ته يې بېرته استولي.

سازمان وايي په زور د پناه غوښتونکو ګرځول له نړيوالو اصولو سره په ټکر کې دي.

امنسټي ويلي اروپايي ټولنې پر ترکيې فشار راوړی چې اروپا ته د سلګونو کډوالو ورتګ ودروي.

ترکيې په ټوله کې دا تورونه رد کړي، خو ويلي يې دي چې سوري پناه غوښتونکي به په زور خپل هېواد ته ستانه کړي.

د بښنې سازمان په شتمنو هېوادونو غږ کړی، چې د ډېرو کډوالو منلو بار پر اوږو واخلي.

ملګري ملتونه وايي اروپا ته د تلونکو کډوالو لويه برخه د سوريې، عراق او افغانستان دي.

دوی وايي کابو ۸۰۰۰۰۰ کسان تر اوسه اروپا ته د رسېدو په نيت يونان ته رسېدلي او ډېری يې غواړي جرمني ته ځانونه ورسوي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ويلي په ۲۰۱۵ کال کې يې هېواد د شاوخوا ۸۰۰زره پناه غوښتونکو منلو ته چمتووالی لري.

اروپايي هېوادونو په ځانګړي ډول جرمني ته د رسېدو په موخه نژدې ۱۵۰۰۰۰ افغانانو هم خپل هېواد پرېښی دی.

ورته مطالب