''پاکستان دې د اعدام سزا په سملاسي ډول ودروي''

د انځور حقوق o
Image caption په ليک کې ويل شوي پر ښوونځي بريد په رېښتيا هم د حکومت سخت غبرګون ته اړتيا لرله، خو اعدامونه د تاوتريخوالي د پايښت لامل شوي دي

د بښنې نړيوال سازمان امنسټي انټرنشنل او د بشري حقونو څار ډلې د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف نه د اعدام سزا د درولو غوښتنه کړې ده.

لومړي وزير ته په استول شوي ليک کې د بشري حقونو دغو ډلو ويلي، د اعدام لړۍ د غندلو ده او بايد په سملاسي ډول ودرول شي.

د بښنې نړيوال سازمان او د بشري حقونو څار ډله وايي د پېښور په پوځي ښوونځي کې له ټولوژنې وروسته په يو کال کې له ۳۰۰ زيات کسان په دار ځړول شوې دي.

په ليک کې ويل شوي پر ښوونځي بريد په رېښتيا هم د حکومت سخت غبرګون ته اړتيا لرله، خو اعدامونه د تاوتريخوالي د پايښت لامل شوي دي.

دغو ډلو دا هم ویلي د دومره ډېرو اعدامونو په کولو پاکستان د نړۍ په هغو دريو هېوادونو کې ځای نيولی، چې ډېر اعدامونه په کې شوې دي.

د سويلي اسيا لپاره د بښنې نړيوال سازمان مشر ډېوېډ ګرفټس وايي: ''مخکې له دې چې نور مخکې ولاړ شي چارواکو ته په کار ده چې د مرګ سزا ته انتظار زندانيان د دار تختې ته د رسولو هڅې ودرول شي.''

تېر کال د پېښور پر پوځي ښوونځي له بريد وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ ختمولو لپاره حکومت اعلان وکړ، هغه کسان به اعدام کړي چې په ترهګريزو پېښو کې ښکېل وي.

Image caption د تېر کال له ډسمبر راهيسې تر اوسه په پاکستان کې ۳۰۵ کسان په دار ځړول شوي

له دې برېد وروسته په سملاسي ډول په پاکستان کې له اووه کلن ځنډ وروسته د اعدام سزا بيا پلې شوه.

په پاکستان کې د انساني حقونو يوې غېر دولتي ډلې د معلوماتو له مخې د تېر کال له ډسمبر راهيسې تر اوسه په پاکستان کې ۳۰۵ کسان په دار ځړول شوي.

دوی وايي په دې کې يوازې ۶۳ کسان ترهګرۍ کې ښکېل وو او پاتې نور ۱۸۳ کسان چې اعدام شوي په نورو جرمونو کې ښکېل وو.

د بشري حقونو د راپورونو له مخې اوس هم د پاکستان زندانونو کې شاوخوا ۷۵۰۰ کسان داسې دي چې اعدام ته انتظار باسي.

ورته مطالب