د پیسو نړیوال صندوق مشره محکمې ورغوښتې

د انځور حقوق AFP

په فرانسې کې یوې محکمې د پیسو د نړیوال وجهي صندوق مشرې کریستین لاګارد ته امر کړی چې د دې لپاره دې محکمې ته حاضره شي چې تر ۴۰۰ میلیون ډالرو ډېرې پیسې یې یوه فرانسوي سوداګر ته ورکړي.

په ۲۰۰۸ کال کې مېرمن لاګارد د هغه مهال د ولسمشر نیکولا سرکوزي د مالیې وزیره وه.

د فرانسې د دولت د وزیرانو کړنو ته ځانګړې شوې محکمې رای ورکړه چې مېرمن لاګارد دې د وزارت پر مهال په دنده کې د بې پروايۍ لپاره محاکمه شي.

هغه مهال مېرمن لاګارد فرانسوي شتمن برنارد تاپي ته په یوه شرکت کې د هغه د ونډې د خرڅلاو لپاره د ۴۳۴ میلیون ډالر تاوان په ورکړې کې ونډه درلوده.

په ۲۰۰۷ کال کې ښاغلي تاپي په ولسمشریزو ټاکنو کې له ښاغلي سرکوزي څخه ملاتړ وکړ.

د مېرمن لاګارد وکیلانو د محکمې پرېکړه له پوهېدو لېرې بللې ده او ویلي یې دي چې د بیا کتنې غوښتنه به وکړي.