نیپال د ناورین له اغېزو لا خلاص نه دی چې بل څه یې ننګوي

د انځور حقوق AP

په دې وروستیو کې د نیپال خلک له یو شمېر ناورینونو سره مخامخ شوي دي.

د تېر کال په وروستیو کې د هېمالیا په غرونو کې واورینو توپانونو او واوره ښوېدنو، د یورېست Everest غره په لمنو کې خلکو ته ډېره مرګ ژوبله واړوله او د دغه هېواد د ګرځندوي صنعت یې سخت زیانمن کړ.

اوس د نوي اساسي قانون پر سر د بحثونو له کبله د هېواد په سویل کې له هند سره پوله بنده شوې.

د ژمي له را رسېدو سره د اړینو طبي توکو او تېلو رسول له کلکو ننګونو سره مخامخ دي. دې ستونزو ته په کتو، اوس تر پخوا هم ډېر ځوان نیپالیان پرېکړه کوي چې له وطنه ووځي.

د بي بي سي کېرن کوک له یوه کلي لیدنه کړې او د خپلو سترګو لیدلی حال داسې کاږي.

د انځور حقوق Maksym Balandyukh

سابین په یوه وخت کې پر دوو مسالو چُرت وهي. موږ د ده په کلي کې د چي له دوکانه د باندې ناست یو، زموږ له سره نژدې چرګانې ګرځي او ټونګرې وهي.

دی وايي "زه باید بېرته قطر کې خپلې دندې ته ستون شم، د فټبال د نړیوال جام د لوبغالي جوړولو ته. که زه ولاړ شم، زما به دا تشویش وي چې زما کورنۍ به سوړ ژمی څنګه تېر کړي، خو که زه پاتې شم، زه به د خپل د نوي کور د جوړولو پیسې به له کومه کړم؟"

د سابین کور په هغې زلزلې کې ونړېد چې د سږکال په لومړیو میاشتو کې يې نیپال ولړزوه. اووه میاشتې وروسته له زلزلې اوس هم د ده مېرمن او دوه کلن ځوی یې په موقتي له اوسپنو جوړو پناه ځایونو کې ژوند کوي.

په لومړي نظر کې، د سابین کلی چې پاس د غونډیو پرسر او له پلازمېنې کتماندو څخه پر کنډو کپر سړک، په بس کې درې ساعته لېرې دی، کلیوال او زړه ښکونکې هوا لري. مېښې هرې خوا ګرځي را ګرځي، یو زوړ سړی چې یو کوچنی ماشوم یې پر اوږو کښېنولی دی د شولو له شنو ځمکو تېرېږي. هلته لېرې، یو تُند شانې باد د هېمالیا د غرونو له سرونو واورې بادوي، او په شنه آسمان کې سپینه شانې کرښه جوړوي.

سابین چې ډنګرکی ۲۵ کلن کس او وروسته له دوو کلونو له قطر څخه د لومړي ځل لپاره راغلی وایي چې " دا یوازې د پیسو مساله نه ده. ډېر سړي تللي دي او اوس دلته هېڅ څوک نه دي پاتې چې زلزلې نړولي کورونه ورغوي. هېڅ څوک نشته چې برېښنا ورغوي او پیپونه جوړ کړي".

په وروستیو شلو کلونو کې تر درې نیم میلیونو ډېرو نیپالیانو هېواد پرې ایښي او بهر ته د کار کولو لپاره تللي دي. دا د دغه غرني او وروسته پاتي هېوای تر لس سلنې هم ډېر نفوس دی. ډېری یې د سابین په څېر ځوانان دي. دی وايي " څلور خوا وګورئ، هغه څه ته مو پام دی چې نه ښکاري؟"

له ما پوښتنه کوي " هېڅ ځوانان نشته، دلته یوازې ښځې، ماشومان او زاړه خلک دي، نور په مالیزیا، قطر، ابوظبۍ، دوبۍ او یا نورو ځایونو کې دي، خو دلته نه".

د انځور حقوق none

هغه نیپالیان چې بهر ته د کار لپاره ځي ډېرې سختې ورځې تېروي، په تېره بیا چې له خپل غرني او ساړه کلي څخه د خلیج هېوادونو ته ځي چې هلته د هوا تودوخه په اوړي کې تر څلوېښت هم لوړېږي.

موږ ته یې د سبو قورمه راوړله او وریژې مو په لاسونو. بلې خوا چرګانو پر هغو خاشو سره جنګ کاوه چې پر ځمکه ورته واچولې.

سابین وویل " ډېری هغه کسان چې د خلیج هېوادونو ته ځي له هغو حالاتو بېرته راوتی نشي. ځینې د ډېرې ګرمۍ له کبله مري، ځینې بیا د سړوالي مري. په ګرمۍ کې له څو ساعتونو کار وروسته، تفریح کوي او له خولو ډک ایرکنډیشن وال ځای ته ځي او خوب ورځي، او بیا نه راپورته کېږي. موږ یې د مرګ کوټه بولو".

د بهر مېشتو کارېګرو پیسې د نیپال په اقتصاد کې حیاتي ونډه لري. دا د دغه هېواد د ملي عاید دېرش سلنه جوړوي. ډېری خلک اوس هم د ورځې تر دوه امریکايي ډالرو په لږو ګزاره کوي. نیپال هڅه کوي له نېستۍ او فقر ځان وباسي خو چې مازې هرڅه سم شي بیا بله بدمرغي پېښه شي.

په ۲۰۰۶ کال کې چې لس کلنه کورنۍ جګړه پای ته ورسېده له هغې وروسته سیاسي بې ثباتي رامنځ ته شوه او پرمختیايي هڅې یې په کلکه زیانمنې کړې.

د هېواد په سویل کې چې هندي الاصله خلک اوسېږي ادعا کوي چې نوی اساسي قانون د دوی پر وړاندې تبعیض کوي. دوی لاره بنده کړې او له هند څخه تېل، دارو درمل او نور حیاتي توکي نیپال ته نه رسېږي. ډېری خلک په کتمندو کې واکمن هند له زوره په کاراخستو او د سیاسي نا کرارۍ په خپرولو تورنوي.

موږ پر غونډۍ خېژو چې د سابین د کور پاتې شوني وګورو. یوازې دوه دیواله ترې پاتې دي چې نااعتباره شانې لرګیو له ځانه سره ولاړ ساتلي دي. نور ټول نړېدلی.

سابین وایي " خلک اوس او اندېښمن دي. کله چې لوړ غږ واوري، ماشومان اکثراً د زلزلې د بیا پېښېدو د ډار له امله له خپل پناه ځایه وځي. میندې وايي لاندې په ځمکه کې خدایان او شیطانان په شخړې سره کښېوتي".

پناه ځایونو کې دننه تیاره او خوسا بوی دی. یو لوی آوار ټلویزیون چې له قطره راوړل شوی، پر دیوال لګېدلی، خو له برېښنا سره وصل نه دی، وزې ننوځي او وځي.

څو ورځې وروسته زه د کتمندو له کوچني هوايي ډګر څخه تلم. د هغې لوحې لاندې چې لیکلي ول " کاریګر کډوال" د ځوانانو یوه اوږده لیکه ولاړه وه، اسناد په لاس، سوکه سوکه د پاسپورټ غُرفې پر لور مخ ته تلل چې بهر ته د کار لپاره ولاړ شي.

د نوو کاریګرانو پېژندنه آسانه ده. لا شل کلن شوي نه وي، نوي نځي کالي یې په ځان وي داسې لکه خلیج هېوادونو ته چې د مزدورۍ لپاره نه چې د سیاحت لپاره ځي. په منځني ډول تر یونیم زر کسانو هم ډېر هره ورځ ځي.

ما په دوی کې سابین لټوه. کېدای شي پرېکړه یې کړې وي چې په کلي کې پاتې شي. خو ښايي ولاړ شي، چې د خلیج په ګرمۍ کې خولې توی کړي او د فټبال د لوبغالي جوړولو ته ادامه ورکړي. او دا خوب به ویني چې په سړه هوا کې، خپل غرني کلي کې خپل کور بیارغوي.