ادلب ښار هوايي بريدونو کې" ۴۳ کسان وژل شوي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption روان کال حکومت ضد اسلامپاله ډلو ادلب ښار له سوري ځواکونو نيولي و.

له سوريې څخه راغلي راپورونه ښيي چې د دې هېواد په شمال لوېديځ کې د يو لړ هوايي بريدونو له امله په لسګونو کسانو وژل شوي دي.

ځايي اوسېدونکي او فعالان وايي د روسيې الوتکو هوايي بريدونو کې د ادلب ښار کې "۴۳" تنه وژل شوي دي.

دغه ښار د سوريې د مخالفو ډلو په لاس کې دي.

ويل کېږي بريدونه د اوسېدو پر سيمو، دولتي ودانيو او بازار شوي دي.

سيمه ييز اوسېدونکي او فعالان وايي د روسيې جنګي الوتکو دغه هوايي بريدونه ترسره کړي، خو دغه ادعا تراوسه روسيې نه ده تاييد کړې.

روسيې د سپټمبر مياشت کې د سوريې د ولسمشر بشار اسد د مخالفانو پر وړاندې هوايي بريدونه پيل کړي وو.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

روسيه وايي یوازې ترهګر او د "اسلامي دولت" ډلې جنګيالي په نښه کوي، خو فعالان بيا وايي دوی ډېری بريدونه د بشار اسد پر مخالفو ياغيانو چې د لوېديځ ملاتړ ورسره دی ترسره کوي.

د سوريې حکومت ضد فعالانو يو ډله وايي، په دغو هوايي بريدونو کې له ۱۷۰ زيات کسان هم ټپيان شوي دي.

روان کال حکومت ضد اسلامپاله ډلو ادلب ښار له سوري ځواکونو نيولي و.

ملګري ملتونه وايي، د سوريې له کړکېچه پنځه کلونه کېږي چې تر ۲۵۰ زرو ډېر کسان په کې وژل شوي او په ميليونونو نور بې ځايه شوي دي.

ورته مطالب