د فرانسې يوې الوتکې په کينيا کې بېړنۍ ناسته کړې

د انځور حقوق EPA
Image caption د يادې شوې الوتکې پيلوټانو ته امر شوی وو چې د کينيا پلازمېنې مومباسې په موي هوايي ډګر کې ښکته شي.

د فرانسې هوايي شرکت، (اېير فرانس) يوه الوتکه چې له موريشس څخه د فرانسې پلازمېنې پاريس ته روانه وه، د امنيتي ستونزو له امله يې په کېنيا کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د کينيا چارواکي وايي په الوتکه کې يو داسې بکس چې شک پرې کېده چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وي پلټي.

د يادې شوې الوتکې پيلوټانو ته امر شوی و چې د کينيا پلازمېنې مومباسې په موي هوايي ډګر کې ښکته شي.

پوليس وايي له يو شمېر مساپرو يې پوښتنې او ګروېږنې پيل کړې دي او د چاودېدونکو توکو کارپوه ډله دغه شکمن بکس پلټي.

په دغه الوتکه کې ۴۵۹ مساپر او ۱۴ کارکوونکي سپاره وو.

د کينيا کورنيو چارو وزارت کې د کابينې وزير جوزيف ګايشېري وايي د فرانسې او موريشس چارواکي په دغه پلټنه کې له دوی سره مرسته کوي.