هند کې په ډله ييز جنسي تورن کس خوشی شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د دغې کس د خوشي کېدو پر ضد په هند کې يو لړ لاريونونه ترسره شوي وو

د هند پلازمېنې ډيلي کې د جنسي تېري درې کلنې اوږدې قضیې د يوه نابالغ مجرم وکيل وايي موکل يې د اصلاح او تربيې له مرکزه خوشي شوی دی.

۲۰۱۲ کال کې پر يوه محصله نجلۍ څو کسانو ډله ييز جنسي تېری کړی و او محکمې بيا شپږ کسان په دې پېښه کې پړه پېژندلي وو.

د دغه هلک عمر د جرم ترسره کولو پر مهال له ۱۸ کلونو کم و.

د هند د قوانينو له مخې ډېری هغه کسان چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو لږ وي، په درې کاله بند محکومېږي. دغه کس درې کاله د اصلاح او تربيې په يوه مرکز کې تېر کړي دي.

يادې شوې نجلۍ له تېري څه موده وروسته د سنګاپور په يوه روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د دغه کس له خوشي کېدو وروسته د هند په ځينو برخو کې يو لړ لاريونونه شوي دي.

په پېښه کې شپږ تورن کسان نيول شوي وو، چې يو يې په زندان کې مړ موندل شوی و.

د راپورونو له مخې دغه نابالغ تورن کس يوه نامعلوم ځای ته لېږدول شوی او د کورنۍ غړي يې محکمې ته له ورتګ ډارېدل.

د مجرم کورنۍ هم ياد شوي کس ته د سختې سزا غوښتنه کړې وه.

په ۲۰۱۳ کال کې محکمې، نابالغ هلک په جنسي تېري او د قتل په پېښه کې مجرم بللی و او د قانون له مخې يې تر ټولو ډېر، درې کاله بند محکوم کړی و.