د نړیوال ایتلاف بمبارۍ "عراقي پوځيان وژلي"

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا پوځ وايي "د الانبار د ازادۍ په عملیاتو کې دا لومړی ځل دی چې په تېروتنې سره عراقي پوځيان ویشتل کېږي".

د امریکا پوځ وايي د "اسلامي دولت" پرضد ایتلاف بمباریو تر شلو ډېر عراقي پوځيان وژلي او تر دېرشو ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

برید د فلوجې ښار په جنوب کې په "تېروتنې" شوی دی.

د پوځ ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي "لومړني رپوټونه وايي، چې یو شمېر عراقي پوځيان وژل شوي".

د عراقي پوځ د ګډو عملیاتو مشرتابه ویلي، عراقي ځواکونه له "اسلامي دولت" ډلې سره په الانبار ولایت کې په سخت جګړې بوخت دي.

سرچینه وايي، د "اسلامي دولت" پرضد دغه برید د سختې جګړې پرمهال شوی دی.

د عراق پوځ له ایتلاف نه مرسته غوښتې ده، چې عراقي ځواکونه وکړای شي وسله وال پسې واخلي.

د عراقي پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي "ایتلاف درېیم برید وکړ، خو دا چې د عراقي ځواکونو او مخالفانو ترمنځ واټن ډېر نه و، د برید هدف د عراق ځواکونه ګرځېدلي دي".

د امریکا پوځ وايي "د الانبار د ازادۍ په عملیاتو کې دا لومړی ځل دی چې په تېروتنې سره عراقي پوځيان ویشتل کېږي".

ورته مطالب